تاریخ او جغرافیه

د قسطینطنیې تاریخي‌ سوبه

اسلامي تاریخ له سلګونو داسې سوبو ډک دی چې هره یوه یې له ځان سره د یو لوی تمدن د راپورته کېدو ډېرې خوندورې کیسې لري. هغه تمدن چې د حجاز په کوڅو کې د خدای د محبوب (ص) په ورځ او شپه کوښښونو، سختیو او تکلیفونو رامنځ ته شو، نن یوه نوستالژیا ده. موږ دغه تاریخ د یو ناول په څېر لولو، خوند ترې اخلو، اوښکې ورته تویوو او ارمان کوو چې کاش موږ هم د اناتولیا، حلب، اندلس، بغداد، دمشق او حجاز په وخت کې ژوند کړی وای. دغسې محکوم ژوند چې نن یې اسلامي نړۍ په دغه پوست مدرنته عصر کې کوي، د هېڅ چا پر ځان نه لورېږي. مونږ په رواني لحاظ حق لرو چې د خپل تمدن د تاریخي شهامتونو په کیسو خپل غرور تغذیه کړو.
له دغه بې شمېره میړانو یوه د قسطنطینېې فتحه ده.‌ هغه چې د خدای پاک محبوب یې پوځ او د پوځ مشر ته سلګونه کاله مخکې له سوبې د غوره مشر او پوځ لقب ورکړی و.
امویانو، عباسیانو او له سلطان محمد فاتح مخکې نورو عثماني سلطانانو کوښښ وکړ چې دغه لقب خپل کړي خو بريالي نه شول.
د آیا صوفیاء تعمیر د ښار په منځ کې قرار درلود او دغه ښار د هغه وخت د مسلمانانو د حکومتونو، د بازنظین د امپراتورۍ او د کاتولیکې کلیسا ترمنځ ډېر ستراتیژیک اهمیت درلود. د مسلمانانو د ځمکو طرف ته دې ښار پنځه امنیتي دیوالونه درلودل او د بیرون له طرفه له دیوالونو پرته د مسلمانانو او ښار په منځ کې د تور سمندرګي نه را بېله شوې تړانګه بهېدله چې هر وخت به یې مسلمانانو ته د دې ښار په نیولو کې مشکل جوړاو. لویه مسئله دا وه چې د دې تړانګې په منځ کې د وسپنې یو ډېر قوي تار غځول شوی و چې له اجازې پرته ترې کښتۍ نه شوې اوړیدلای.‌ دغه بند مسلمانو مجاهدینو ته له ټولو لوی درد سر و او له دې پرته ناممکنه وه چې دوی خپل پوځیان د هارن ښکر ته ورسوي اوبیا یې د قسطنطینې د دیوالونو تر بېخه مارش کړي.
سلطان محمد خان فاتح د مراد خان دوهم زوی و چې په ډېر وړکتوب کې یې خپله ترکۍ مور له لاسه ورکړی وه او دی د سلطان مراد بلې یونانۍ ښځې را لوی کړی و. دغې یونانۍ خپل بچی نه درلود او سلطان سره یې ډېره مینه درلوده. سلطان مراد د ډېر عمر سړی و، غوښتل یې محمد فاتح ژر را لوی شي تر څو د حکومت واګې ورته وسپاري. سلطان مراد د فاتح په ۱۲ کلنۍ کې اول ځل لپاره ده ته د عثمانیانو تخت وسپاره خو ده به د سلطنت تر څنګ د خپل استاد او حکومت باشا سره خپلو زده کړو ته هم دوام ورکاو. اول ځل څه د پاسه دوه کاله دغه سلطنت تر ډېره محمد د مشاورینو په جال کې ګیر و او هغوی به کوشش کاو چې سلطان هغه څه وکړي‌ چې دوی یې غواړي. محمد له دې کاره ډېر ستړی و، مشاورینو سره یې ټکر راغی. دغه وخت سلطان مراد په ماوراء‌ النهر کې آرام ژوند تېراو او د حکومت له امورو یې ځان جلا کړی و.‌ د حکومت پاچا (صدر اعظم) ولاړ او سلطان مراد ته یې د محمد فاتح د بې باکۍ کیسې وکړې، هغه راغی او له محمد فاتح څخه یې سلطنت بېرته واخست او دی یې ډېر لرې ځای ته د زده کړو لپاره ولېږه.
سلطان مراد چې کله وفات شو، د سلطان فاتح عمر ۲۱ کاله شوی و. دی چې خبرې شو راغی او د حکومت له ټولو مشاورینو یې عهد واخيست. د حکومت چارې یې سنبال کړې او په اوله ورځ یې اعلان وکړ چې دی به د قسطنطینیې ښار نیسي.‌ مشاورینو ډېر کوښښ وکړ چې د سلطان فاتح له ذهنه دغه فکر وباسي خو دوی په دې کار ونه توانېدل.
سلطان فاتح چې کله د دغه کار لپاره نظامي ستراتېژي جوړوله یو عیسوي اوربان راغی او سلطان ته یې وویل چې که دې ته وسائل برابر شي او پیسې ورکړي دی کولای شي سلطان ته داسې منجنیقونه جوړ کړي چې دی پرې د ښار پنځه امنیتي دیوالونه وغورځوي. مخکې له دې هېڅکله په جګړه کې د دومره لویو منجنیقونو استفاده نه وه شوې.‌ سلطان اجازه ورکړه، اوربان په کار پیل وکړ، جګړه پیل شوه، د اوربان قوي منجنیقونو ونشو کولای د کلا یو دیوال چپه کړي.
ارتوډوکس عیسایانو ته د روم له کلیسا هم مرستې راغلې، د هغوی پوځیان او کشتۍ راورسېدې، جګړې ته میدان برابر شو، سلطان بې انتهاء‌ خپه و خو عزم یې له آسمان سره خبرې کولې.
ده کولای شو جګړه وګټي خو د فاسفورس او هارن ښکر په منځ کې د اوسپنې بند کار خراب کړی ؤ. ده نشو کولای خپل پوځیان له دغه بنده تېر کړي تر څو په میدان کې عیسویانو سره جګړه وکړي.
سلطان ۲۱ کلن ځوان و خو حوصله یې پر ځای وه، مشاورینو یې ورته وویل چې دوی نه شي کولای جګړه وګټي چې بېرته ستانه شي ښه به وي خو د سلطان زړه دا نه شوه منلای. د فسطینطینې سوبې د هغه له سترګو خوب تښتولی و. په هر حال چې و ده باید د آیا صوفیاء په منارونو د عثماني سلطنت بیرغونه رپولي وی.
د ده زړه ته خدای د شپې د دې مسئلې حل واچاو ده سبا ته د خپلې اردو وفادار او با اعتماده مشران راټول کړل. هغوی سره یې خپل پلان شریک کړ. ده غوښتل د فاسفورس له ساحله تر هارن ښکر پورې په وچه کې د لرګیو داسې سړک جوړ کړي چې کشتۍ پرې راواړوي. دا ستراتیژي کامیابه وه، د قسطنطینیې عیسویان د دې په انتظار وو چې مسلمانانو سره به ژر غله او وسله ختمېږي او دوی به بېرته خپلو ځمکو ته ستنېږي.
یو سهار د قسطنطینیې عیسویان ګوري چې د سلطان لښکر د هارن ښکر په منځ کې په جنګي کښتیو کې د کلا طرف ته روان دی. عیسوي لښکر روحیه وبایلله، د اسلامي لښکر لیدو سره د دوی پښې سستې شوې، سلطان پوځ مارش کړ، ګرمه جګړه وشوه، عیسوي‌ پوځ او مشرانو یې عیسویان ځان ته پرېښودل، څه وتښتېدل او څه تسلیم شول.
سلطان د قسطنطینیې ښار ته ننوت، عیسویان رپېدل چې دوی سره به څه حال کېږي، سلطان د کلا په ټولو دیوالونو د خپل بیرغ رپولو امر وکړ، بیا یې له آیا صوفیا د عیسویانو نښانونه او بتان لرې کړل،‌ له هغه وروسته یې د خپل پوځ د دوه رکعته لمونځ امامت وکړ بیا یې وویل؛‌ د ښار ټول خلک را غونډ کړئ.
سلطان راووت، دوی ته مخاطب شو، ویې ویل؛
نن ورځ ستاسې د مال، عزت او سر ساتونکي موږ یو، ستاسې د ژوند مسؤلیت زموږ دی. تاسې آزاد یاست چې خپلو عباداتو ته دوام ورکړئ، مونږ هېڅ څوک دې ته نه مجبورو چې خپل مذهب بدل کړي.‌ وروسته له هغې سلطان په خپل شخصي لګښت آیا صوفیا واخستله او هغه لویه کلیسا چې د بازنظیني امپراتورۍ مرکز ؤ په مسجد بدل شو.
کال ۱۴۵۳م کې نن ورځ د اسلامي تاریخ دغه لویه سوبه تر لاسه شوه او د بازنطیني امپراتورۍ لویه استبدادي کلا د اسلام د بشپړ عدالت په نظام بدله شوه.
همدغه سوبه وه چې د عیسايي پاپېزم او د دوی صلیبي یرغلګر یې د تل لپاره د نړۍ له مخه ورک کړل.

عبدالحی قانت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *