مقالی اوتبصرې

د سرې میاشتې ټولنې موخه د بېوزلو هېوادوالو لاسنیوی دی

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د انسان پالنې او خواخوږۍ د مفکورې په لرلو تل د جنګ او جګړې د معیوبینو او غریبو ناروغانو خدمت ته وردانګلي او په زیاترو اړو او بېوزلو کورنیو یې خپلې بشرپاله مرستې وېشلي دي ، دغې ټولنې په دې وروستیو څو کلونو کې د شته ناڅیزو امکاناتوپه لرلو سره بیا هم توانېدلې چې د هېواد په یو شمېر سیمو کې چې د کال په مختلفو موسمونو کې هېوادوالو ته د سیلابونو د راوتلو له امله زیان ور اوښتی ، کورونه یې ړنګ شوي ، د امنیتي ستونزو له امله له کوره بې کوره شوي اویاهم ډول ډول مصیبتونو ځپلي ، بیړنیومرستو او لاس نیوي ته اړ شوي نو په مناسبو وختونو کې د سرې میاشتې ټولنې له خوا له دوی سره هم لازمې مرستې شوې دي ، همداشان دغې خیره ټولنې د هېواد بېوزلو او اړمنوهیوادوالو سره د مرستې ترڅنګ په دې هم توانیدلې ، هغه شمیر ماشومان چې د زړه سوري په ناروغۍ اخته ماشومانو درملنه وکړي.
بناً په ټوله کې د اسلامي امارت ترڅنګ اړینه ده چې د هیواد ملي پانګه وال ، ملي سوداګر او نور له مالي پلوه شتمن او توان لرونکي هیوادوال باید هڅه وکړي چې د خواخوږۍ او بشرپالنې د نیک احساس او انسان پالنې د غوره مفکورې له مخې د سرې میاشتې ټولنې سره بسپنه او لازمه مرسته وکړي ترڅو دغه ټولنه لاهم په خپلو پښو ودرېږي ، مالي بنسټ یې پیاوړی او یوه اندازه امکانات دوی ته په لاس ورشي ترهغه چې د کال په مختلفو موسمونو کې چې زموږ کوم شمېر هېوادوال له ډول ډول مصیبتونو او ستونزو سره مخامخ کېږي او بیړنیومرستو ته اړتیا پیدا کوي، په مناسبو وختونو کې له دوی سره لازمې لومړنۍ مرستې وشي ترڅو زموږ دغه مصیبت ځپلي او بېوزله هیوادوال له شته ستونزو وژغورل شي ، نوبې له شکه چې زمون د دغه ملي پانګه والو ، ملي سوداګرو او نورو شتمنو او له مالي پلوه توان لرونکو هیوادوالو دغه بشرپاله انساني مرستې چې د سرې میاشتې د ټولنې له طریقه یې د هیواد بېوزلو خلکو او اړمنو کورنیو سره یې کوي پاک الله (ج) به د دوی په مال کې خیر او برکت واچوي او عظیم اجر اوثوابونه هم ور په برخه کړي.

شاه محمود دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *