افغانستان

د پکتيا برېښنا رياست ۲۰۰ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي

د پکتيا د برېښنا رياست مسوولين وايي چې تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې يې ۲۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي چې د وړم کال په پرتله څو برابره زياتوالی ښيي. د دغه ولايت د برېښنا رئيس مولوي سيد انور شاه وويل، چې ياد شمېر عوايد يې د برېښنا پېرېدونکو بېلونو، د مېترونو وېش او نورو درکونو څخه راټول او د دولت خزانې ته يې سپارلي دي.
ورته مهال د دغه ولایت د برېښنا پيرېدونکي بيا وايي چې د پخوا په پرتله په دې ولايت کې د برېښنا پرچاوی ستونزه حل شوې خو يو شمېر بيا د برېښنا لوړو بېلونو شکايت لري، د دوی په وينا د برېښنا لګښت يې کم خو بېلونه یې لوړ راځي. خو د برېښنا ریاست مسوولين بيا وايي چې د برېښنا بېلونه د پېرېدونکو لګښت او مېتر کې ثبت شوې اندازې ته په کتو ليکل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *