مقالی اوتبصرې

د ډالر د زوال پیل!

تېره ورځ د روسیې ولسمشر پوتین وویل چې د بریکس (BRICS) په نوم کرنسي جوړوي تر څو پخپلو منځونو کې سوداګري د ډالر پر ځای په همدې نوي کرنسي وکړي.

اسد مبارز

تېره ورځ د روسیې ولسمشر پوتین وویل چې د بریکس (BRICS) په نوم کرنسي جوړوي تر څو پخپلو منځونو کې سوداګري د ډالر پر ځای په همدې نوي کرنسي وکړي.

بریکس د پنځو انګلیسي تورو (BRICS) څخه جوړ د برازیل، روسیه، انډیا، چین او ساوت (جنوبي) افریقا مخ پر ودې هیوادونو سازمان دی چې د امریکا او اروپایي هیوادونو پر وړاندې جوړ شوی دی؛ دا پنځه هیوادونه په اقتصادي لحاظ د مخ پر ودې هیوادونو په قطار کې راځي او د نړۍ نږدې ۴۱ سلنه نفوس او تر ۲۷ ټریلیون ډالرو په اندازه اقتصاد لري.

دا پنځه مخ پر ودې هیوادونه باور لري چې د دومره ډیر نفوس او اقتصاد سربېره ولې د امریکا او اروپایي هیوادونو سازمانونه (نړیوال بانک + د پیسو نړیوال صندوق) پر دوی د اقتصادي تګلارو له مخې راج وچلوي، هماغه وو چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د بریکس په نوم بانک او سازمان جوړ کړ. دا هیوادونه کلنۍ غونډه کوي او نوې پریکړې کوي. تېر کال یې د بریکس په نوم بانک کې سرمایه واچوله تر څو ترې د ستونزو سره مخ کیدو په صورت کې ګټه واخلي او ددوی له جملې اقتصادي ستونزو کې ایسار هیواد سره مرسته وشي.

دا نو واقعیت دی چې د مخ پر ودې هیوادونو پر وړاندې امریکا او اروپا تل داسې پریکړې کړې چې اقتصادي وده یې ټکنۍ کړي؛ د بیلګې په ډول د کاربن تولیدولو پر وړاندې ددوی دریځ چې د چاپیریال د ککړتیا پر بهانو یې غوښتل تر څو ددې هیوادونو فعاله فابریکې د زیات کاربن تولیدولو پر تور محدودې او تولیدات یې کم کړي تر څو یې اقتصادي وده ټکنۍ شي. د بریکس پنځو هیوادونو نه یوازې د دوی دا خبره و نه منله بلکې نور یې هم د خپلو فابریکو تولید زیات کړ او د انرژۍ لپاره یې لا له ذغالو هم ګټه واخیستله.

د اوکراین او روسیې له جنګ راهیسې روسیه ډیره هڅه کوي چې نړیواله سوداګري پر ډالر بندیز ولګوي؛ ددې لپاره لومړۍ له روسیې څخه پر روسي روبل باندې د تیلو اخیستلو باندې ۲۵ سلنه تخفیف اعلان کړل او دادی تازه یې د بریکس په نوم کرنسي جوړولو اعلان وکړ او جالب دا وو چې ددې کرنسۍ تر شا یې د سرو زرو ايښېدلو تابیا نیولي. ددې لپاره د بریکس هیوادونو له تېرو دریو کلونو راهیسې لا د سرو زرو اخیستل پیل کړي دي چې هدف یې ددې کرنسۍ او تر شا د سرو زرو ايښودل څرګند کړ.  بریکس داسې تابیا نیولې چې د سرو زرو د ارزښت مطابق کرنسي به چاپوي تر څو یې ارزښت د انفلاسیون له وجې ثابت پاتې شي او هر هیواد که دا کرنسي ورته راوړي نو متبادل سره زر یې هم بدل کې ورکوي چې دا کار ددې کرنسۍ ارزښت او باور زیاتوي.  د نړیوالي سوداګرۍ د تادياتو لپاره د امریکایي سویفټ سیسټم پر وړاندې یې هم د خپل سیسټم فعالولو اعلان وکړ. که چیرې بریکس د نوي کرنسۍ او سویفټ سیسټم پر وړاندې د بل سیسټم فعالولو کې بریالي کېږي نو واضح ده چې پر نړۍ د امریکایي ډالر راج ته صدمه رسېږي او هیوادونه به ورو ورو د خپلو اسعارو پشتیبانې لپاره د ډالرو پر ځای د بریکس کرنسي چې ارزښت یې ثابت پاتې وي، ږدي.

له دې ورهاخوا سعودي هم د بریکس سازمان سره د یوځای کیدلو غوښتنه کړې ده؛ د سعودي دې کار زه بیخي حیران کړی یم او له تېر څه وخت راهیسې سعودي او امریکا د یو بل پر وړاندې پریکړې کټ مټ د سوړ جنګ په څېر ښکاري. د سعودي او امریکا اړیکې د روسیې او یوکراین له جنګ وروسته خرابې شوې. سعودي په مشرۍ چې کله اوپیک (د تیلو ستر صادروونکي هیوادونو سازمان) د ورځې د ۲ میلیون بیرله تیلو تولید کم کړل، اروپا کې یې سخت منفي تأثیر وکړ او د تیلو بیې لوړې کړې چې د تیلو بیې بیا د نورو اجناسو پر بیو مستقیم اغیز لري. انفلاسیون یې رامنځته کړ.

امریکایي ولسمشر بایډن د سعودي ددې پریکړې پر وړاندې یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وایي چې د سعودي دا پریکړه به بدې بایلې ورته ولري؛ په دې اړه ما یوه لیکنه هماغه وخت هم کړې وه چې ممکن امریکا پر سعودي باندې د وسلو خرڅول او امنیت ساتل یې بند کړي، اوس نو داسې ښکاري چې امریکا همدا پریکړه وکړي خو ددې پریکړې په کولو سره امریکا د پیټروډالر تړون له منځه وړي چې ددې تړون له مخې سعودي خپل تیل باید پر ډالرو خرڅ کړي او بدل کې یې سعودي ته امنیت خوندي او وسلې پر خرڅې کړي. اوس که امریکا همدا پریکړه کوي نو سعودي ییا مجبور نه دی چې د پیټروډالر تړون ته ژمن پاتې شي. که بریکس هیوادونه سعودي له ځان سره ملګری کوي نو واضح ده چې تیل به د بریکس پر کرنسۍ خرڅوي چې دا کار هم ډالر ته صدمه رسوي او پر نړۍ راج یې ننګوي.  ماته له وضعیت داسې ښکاري چې ډالر نور پر نړۍ د راج کولو جوګه نه دی او نړۍ ورو ورو بېرته پنځوس کاله وروسته (د اسعارو تر شا د سرو زرو پشتیبانې) ته ستنېږي چې د اوسنیو اړتیاوو (ډیجیټل، الکټرونیکي او…) په پام کې نیولو سره هغه کرنسۍ چې سره زر یې تر شا ايښودل کیږي د نړۍ باور ژر او ډیر ترلاسه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *