افغانستان

زرداري: د افغانستان ثبات د سیمې لپاره مهم دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې اسلام اباد او بیجینګ په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له خپل چیني سیال سره په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ټیکاو د سیمې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره مهم دی. بلخوا، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره د سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي او ټرانزیټي مسایلو په ګډون د بېلابېلو مسایلو په تړاو خبرې کړې دي. ورته مهال د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر سره د ګډو پراختیايي پروژو، سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو په تړاو خبرې کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *