افغانستان

غزنی: د پاسپورټ ادارې تېر کال 90 میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د غزني د پاسپورټ ادارې مسوولين وايي، چې دغې ادارې د تېر کال له لېندۍ میاشتې تر دې مهاله څه باندې

د غزني د پاسپورټ ادارې مسوولين وايي، چې دغې ادارې د تېر کال له لېندۍ میاشتې تر دې مهاله څه باندې ۹۰ میلیونه ۵۰۰ زره افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.
د یاد ولایت د پاسپورټ ادارې آمر محمد طاهر محمودي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمن کېدو تر دې مهاله ۱۷ زره ۳۰۰ ټوکه پاسپورټونه د دغه ولایت اوسېدونکو ته وېشل شوي او اوسمهال د پاسپورټونو د وېشل لړۍ درېدلې ده.
محمودي زياته کړه هغه ناروغان چې په هېواد کې یې درملنه نه کېږي او غواړي د درمنلې په موخه بهرنيو هېوادونو ته ستانه شي، کولای شي د پاسپورټ د لاسته راوړلو لپاره د ناروغۍ له اسنادو سره د غزني پاسپورټ آمریت ته مراجعه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *