افغانستان

لغمان ولایت له دوو لسیزو راهیسې له پامه غورځول شوی او اوس باید د دغه ولایت ستونزو ته جدي پاملرنه وش

شریعت: د سرحدونو، قومنو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشر‎ۍ پرون لغمان ولایت ته سفر وکړ.

په هغه غونډه کې، چې له همدې کبله جوړه شوې وه د یاد ولایت د والي قاري زين العابدين سربېره د بېلابيلو ولسواليو قومي    مشرانو، دیني عالمانو او عامو وګړو شتون  درلود.

د لغمان والي قاري زین العابدین په دغه غونډه کې سرپرست وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې د ياد ولايت اړوند ولسوالۍ او سیمې په تېرو کلونو کې د ښوونې او روزنې، روغتیا او د ټولګټو پروژو د عملي کولو په برخه کې له پامه غورځول شوې وې، چې له کبله يې لغمانیان له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

والي له اسلامي امارت په ځانګړي توګه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې ستونزو ته يې جدي پاملرنه وکړي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست په دغه غونډه کې د لغمان له اولسونو سره ژمنه وکړه، چې ستونزې به يې د حل په موخه تر اړوندو ارګانونو ورسوي.

هېره دې نه وي، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست تر دې وړاندې د هېوادوالو د ستونزو اورېدو په موخه یو شمېر نورو ولایتونو ته سفرونو سربېره د بدخشان ولایت ته هم تللی و او هلته يې د پامېریانو ستونزې له نږدې واورېدې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *