افغانستان

لغمان کې دوه روغتیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

لغمان کې د PU-AMI موسسې په مالي ملاتړ د الیشنګ ولسوالۍ د اسلام آباد په اساسي روغتیایي مرکز کې د قابلې لپاره د اوسېدو کور او د بارکزایو فرعي او روغتیایي مرکز تاسیس د ۲ میلیونه ٣٧٨ زره ۲۵۰ افغانیو په لګښت ګتې اخیستنې ته وسپارل شول.
د دغه پروژو د پرانیستلو پرمهال د دغه ولايت عامې روغتیا رئیس ډاکټر سمیع الله عابد وویل، چې د یادو پروژو په پلي کېدو سره به شاوخوا ۲۵ زره کورنیو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.
نوموړي AU-AMIA موسسې څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې پر یادو پروژو ۲ میلیونه ٣٧٨ زره او ٢٥٠ افغانۍ لګښت راغلی او پلان لري، چې په ټول ولايت کې دې ته ورته روغتیايي مرکزونه د خلکو د خدمت لپاره فعال کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *