مرکې

مسافرينو ته په هوايي ډګرونو او په شرکتونو کې خدمتونه ښه شوي

د افغانستان اسلامي امارت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د خپلو فعاليتونو په لړ کې د هېواد د نړيوالو هوايي ډګرونو د بيارغاونې او مسافرينو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره اسانتياوې برابرې کړي دي.اوس د هېواد څلور هوايي ډګرونه لکه:کابل،هرات،کندهار او مزار په معياري ډول مسافرو ته په کورنۍ او بهرنۍ سطحه د سفر لپاره چمتو شوي دي.په هواکې د پېښو د مخنيوي لپاره د رادارو دستګاوې درول شوي.اوس افغاني دوه شرکتونه لکه آريانا او کام اير زموږ ګاوڼديو او د سيمې ځينو هېوادونو ته پروازونه لري.د تېرو دوو کلونو په پرتله نړيوال هوايي ډګرونه معياري او ولايتونو او بهرته د تللو لپاره په کې د هوساينې امکانات منځ ته راغلي دي.په دې تړاو زموږ خبريال د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له عملياتي معين کپتان غلام جيلاني-وفا سره مرکه کړې،چې
خپرېږي.
پوښتنه:د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوايي ډګرونو خدمات څنګه دي؟
ځواب: مسافرينو ته د هوايي ډګرونو او هوايي شرکتونو خدمتونه ښه شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په خپل تشکيل کې څلور نړيوال هوايي ډګرونه لري.لکه کابل،مزارشريف،هرات او همدارنګه کندهار.سربېره پر دغو هوايی ډګرونو ۲۴ نور کورني ډګرونه هم شتون لري.دغه ډګرونه ډېر د بشري مرستو د رسولو او د امبولانس پروازونو لپاره کارول کېږي.اوس له دغو هوايي ډګرونو څخه کار اخيستل کېږي؛خو له نړيوالو هوايي ډګرونو ډېره ګټه پورته کېږي.
پوښتنه:بهرته د مسافرو د لېږد او رالېږد بهير څنګه دی؟
ځواب:دوه هوايي شرکتونه آريانا افغان شرکت،چې د اسلامي امارت ملي شرکت او همدارنګه د کام اير شرکت د هېواد په د ننه کې فعاليت لري؛چې ډېر انتقالات ګاونډيو او د سيمې نورو هېوادونو ته ترسره کوي.د بېلګې په ډول: د کابل له نړيوال هوايي ډګره دوبۍ،ابوظۍ،کويټ ، ډهلي ،تاشکند،ترکيې او همداشان جدې،رياض،مدينې منورې، ته د حاجيانو لېږد او رالېږد ترسره کېږي.د دغو دوو هوايي شرکتونو ترڅنګ د ايران دوه شرکتونه لکه د کيش اير او ماهان نومېږي د کندهار،کابل او مزار هوايي ډګرونو ته الوتنې ترسره کوي.دا الوتنې له تهرانه تر کابل او همداسې له مشهد نه تر مزارشريف او له مشهده تر کندهار او همدارنګه له کندهاره تر تهران پورې هم الوتنې ترسره کېږي.هغه مسافرين،چې اروپايي او امريکايي هېوادونو ته تګ اوراتګ کوي د دوبۍ له هوايي لارو څخه ترسره کېږي؛خو ډېر مسافرين د ترکيې له لارې لېږدول کېږي.سربېره پر دې د ايران پلازمېنې تهران له لارې هم افغانستان ته تګ او راتګ کولی شي.
پوښتنه:د اريانا او کام اير شرکتونه څو الوتکې د مسافرينو د لېږد او رالېږد لپاره په واک کې لري؟
ځواب:د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د آريانا او کام ايرپر شرکتونو او الوتکو څخه څارنه او نظارت کوي.دغه شرکتونه؛ځکه راجستر دي،چې افغاني تابعيت لري او د افغانستان لپاره فعاليت کوي.کام اير شرکت له لسو ډېرې الوتکي په واک کې لري او همداراز د آريانا هوايي شرکت څلور الوتکې په واک کې لري.اريانا هوايي شرکت د دوو نورو الوتکو د پېرلو هوډ لري د دغو الوتکو اداري پړاو تر اتيا سلنې پورې ترسره شوی دی.پېرل شوې الوتکې په ټولو برخو کې چک شوي او دافغانستان د اسلامي امارت د مشر فرمان هم په دې برخه کې نافذ شوی دی.د دغو دوو الوتکو په ترلاسه کولو سره به اريانا هوايی شرکت د شپږو الوتکو څښتن شي.
پوښتنه:د افغانستان له فضاڅخه،چې کومې بهرنۍ الوتکې تېرېږي د حق العبور بهير يې منظم شوی که په پخوانۍ بڼه ترسره کېږي؟
ځواب:د افغانستان فضا ته د بهرنيو الوتکو د راداخلېدو په اړه بايد ووايم،چې له ۸۵ الوتکو تر۱۰۰ پورې هره شپه او ورځ زموږ له فضاڅخه تېرېږي.د دغو ټولو الوتکو ثبت، تاريخ،خط السير او ځانګړتياوې زموږ د هېواد له خوا ترسره کېږي.همدارنګه له ګاونډيو هېوادونو سره هم الوتکې ثبت دي.موږ په دې هکله تړونونه لرو،چې ټول معلومات زموږ په واک کې راکړل شي؛خو له بده مرغه،چې د اوس لپاره کوم ځانګړی بانکي حساب نه شته.د دغې ستونزې د لرې کولو لپاره د ګګ له امارتي کمپنۍ سره تړون شوی دی.موږ هيله من يو،چې څومره ژر دغه بانکي حساب د يادې کمپنۍ په واک کې ورکړل شي.په دې کار سره به د تېرو کلونو او راتلونکو کلونو عوايد راټول شي. د نړۍ له څلوېښتو تر پنځو څلوېښتو هوايي کمپنيو الوتکې د افغانستان له فضا څخه تېرېږي او راتېرېږي.دغه شرکتونه ټول د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت څخه د داخلېدو اجازه ترلاسه کوي.دوی دا تعهد کړی،چې ماليه به د افغانستان په نامه بانکي حساب ته ورکوي.
پوښتنه:په پخواني نظام کې د الوتکو د پروازونو د تنظيم او کنترول لپاره د فرانسې او جرمني له يوې ګډې کمپنۍ څخه رادار سيستم د پېرلو تړون لاسليک شوی،دغه رادار ترلاسه شوي که څنګه؟
ځواب:په ۲۰۱۹ زېږديز کال کې يو تړون د فرانسې او جرمني د ګډي کمپنۍ سره ،چې د تالس په نامه يادېږي لاسليک شوی.په هغه تړون کې ۱۲ رادار شامل وو،چې بايد د هېواد په بېلابېلو هوايي ډګرونو کې د ملکي الوتکو د خونديتوب او کنترول لپاره چې الوتکې سره نژدې نه شي درول شوي وای.له دغو رادارو څخه ۳ يې هېواد ته رارسېدلي ،چې يو پايه په کابل ،يو پايه په هرات او همداسې يو پايه د مزارشريف په هوايي ډګر کې درول شوی دی.دغه رادارونه د ستلايت په سيستم يا د سپوږمکۍ له لارې کار کوي.دغه برخې يې تر اوسه پورې فاينل شوي نه دي.د پخواني نظام په نسکورېدو سره کوم تړون چې وو هغه نيم ځوړند پاتې شوی دی.د فرانسې او جرمني ګډې تالس کمپنۍ ته نه دي ورکړل شوي.د ياد تړون نورې چارې هم درېدلي دي.د اسلامي امارت مشرتابه او همدارنګه د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت هڅه او هاند کوي،چې له هرې لارې،چې وي دغه تړون بايد بېرته بشپړ شي.
پوښتنه:د افغانستان نړيوال هوايي ډګرونه څومره ترميم او د مسافرو لپاره خوندي شوي ؟
ځواب:د هوايي ډګرونو د بيارغاونې او ترميم چارې دوامداره دي.لکه يو سړک،چې هر دوه کاله وروسته د راپيدا شويو تخريباتو له امله رغېدو ته اړتيا پيدا کوي.هوايي ډګرونه هم د ګټې اخيستنې او نه اخيستلو پر مهال استهلاک کېږي.لکه رنوې،تجهيزات او تاسيسات. په تکرار سره وايم،چې د هوايي ډګرونو رغول يو دومداره پړاو دی.موږ د هېواد د هوايي ډګرونو د بيارغاونې چارې په تېره بيا د څلورو هوايي ډګرونو له قرارداديانو سره لرو.په هر هوايي ډګرکې،چې لږ غوندې هم تخريبات پيدا شي د هغه د رغولو او ترميم چارې تر لاس لاندې نيول کېږي.
پوښتنه:د ټولو هوايي ډګرونو د معياري کېدو او همداسې د الوتکو د خوندي الوتنو لپاره څه پلان لرئ؟
ځواب:يو کال وړاندې موږ د متحده عربي اماراتو له ګګ هوايي کمپنۍ سره د هوايي ډګرونو د معياري کولو لپاره تړون لاسليک کړی دی.د دغه تړون اعتبار تر پنځو کلونو پورې ټاکل شوی دی . همدا اوس د دغو هوايي ډګرونو د معياري کېدو چارې روانې دي.موږ هيله من يو،چې د تړون په بشپړېدو سره به زموږ څلور نړيوال هوايي ډګرونه هېوادوالوته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره چمتو شي. موږ به نورو بهرنيو شرکتونو ته هم بلنه ورکړای شو،چې افغانستان ته خپلې الوتنې پيل کړي.

نوري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button