افغانستان

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د ملي ګټو په رڼا کې له ټولو قدرتونو سره مثبتې اړیکې پالي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په کابل کې د ناروې له سفير پاول کلومن بیکین او مل پلاوي سره کتلي دي. یاده کتنه کې پاول کلومن بیکین د افغانستان او ناروې اوږدو اړیکو ته په نغوتې وویل، دغه هېواد له اسلامي امارت سره ښې او اوږدې اړیکې لري. سفیر د کندهار وروستۍ امنیتي پېښه وغندله او په وینا یې افغانستان کې د داعش په ګډون د ټولو وسله والو ډلو ځواک له منځه تللی دی.
سفير له پاکستان څخه د افغانانو ایستل د اندېښنې وړ وبلل او هیله یې څرګنده کړه چې د کابل او اسلام آباد په اړیکو کې مثبت بدلونونه راشي.
نوموړي د فساد په مخنیوي، د امنیت په ټېنګښت، د نشه یي توکو په له منځه تلو او یو شمېر نورو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې او هڅې وستایلې. هغه وویل: دا چې نړۍ لا هم افغانستان پر رسمیت نه دی پېژندلی، د نړۍ او افغان حکومت په زیان دي.
سفیر زیاته کړه، چې په دې برخه کې د پرمختګ لپاره لاډېرو هڅو ته اړتیا ده. د ناروې سفیر زیاتوله: دوی په هېڅ ډول د اسلامي امارت د مخالفو ډلو
ملاتړ نه کوي. ناروې له اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو سره په ګډه کار کوي چې د اقلیمي بدلون په برخه کې له افغانانو سره مرستې وشي.
مولوي عبدالکبیر، د ناروې سفير او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې د افغانستان اوسنی امنیت د پخوا په پرتله چې ناټو او امریکا هم حضور درلود ښه یاد کړ او په وینا یې چې کله کله د ځینو امنیتي پېښو پړه پر افغانستان اچول کیږي چې افغان حکومت پکې هېڅ تړاو نه لري.
مولوي عبدالکبیر د ګاونډیو په ګډون له ګڼ شمېر هېوادونو سره د اسلامي امارت د اوسنیو اړیکو د پراختیا یادونه وکړه او ویې ویل: اسلامي امارت د ملي ګټو په رڼا کې د متوازن سیاست په لرلو سره له ټولو قدرتونو سره مثبت تعامل غواړي. سیاسي مرستیال زیاته کړه، دا مهال زرګونه افغان مېرمنې په دولتي ادارو او خصوصي سکتور کې په کار بوختي دي او همدارنګه په لوړه او ټېټه کچه د خلکو غږ اورېدل کیږي. مولوي عبدالکبیر د چاپيریال ساتنې په برخه کې د ناروې له هڅو په مننې وویل، افغانستان د اوبو دمدیریت او ځنګلونو د رغونې په برخو کې د نورو همکارۍ ته اړتیا لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *