افغانستان

ننګرهار کې دوو ښوونځیو او یو دارالعلوم ته ودانۍ جوړې شوې

د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين وايي، چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې دوو ښوونځيو او یو دارالعلوم ته ودانې جوړې او ګټې اخیستې ته وسپارل شوې.د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولينو د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رض) ابتدائيه ښوونځي، د امام ابو حنيفه (رح) دارالعلوم او د شهيد مولوي سميع الله ريحان ابتدائیه ښوونځي لپاره د JEN موسسې په مالي ملاتړ ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.د مسوولینو په وینا، په دغو ودانيو ۲۶.۵ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې هره ودانۍ یې ۶ درسي ټولګي، تشنابونه، د اوبو زېرمې او د لمریزې برېښنا سېستم لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *