دینې لیکنې

په روژه کې صبر او همدردي د الله تعالی خوښ عملونه دي! وروستۍ برخه

روژه یو له هغه سترو عملونو څخه ده چې بدله یې الله تعالی پخپله ورکوي، لکه څرنګه چې د دې لیکنې په اوله برخه کې موږ ولوستل چې په دغه میاشت کې د هر عمل ثواب یو په دوه، یو په لس او حتی یو په اووه سوه ورکول کیږي، نو راځئ یو څو داسې عملونه هم پکې ترسره کړو چې هغه د لوی رب د رضاء سبب ګرځي.
د ابن عباس رضي الله عنه یو مشهور حدیث چې هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه پکې فرمایي: «كان النبي صلى الله عليه وسلم أجود الناس، وأجود ما يكون في رمضان»الخ چې د الله پیغمبر تر ټولو سخي انسان و، خو په روژه کې به یې سخا تر هغې هم څو چنده زیاتیده، ولې چې روژه خپله د همدردۍ او خواخوږۍ میاشت، د خپل کلي او چم خلګو سره مرسته او د هغوی لاسنیوی کول الله تعالی ته خوښ او غوره عمل دی.
زموږ محبوب پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې روژه د خلکو سره د خواخوږۍ او همدردۍ میاشت ده، په دغه میاشت کې غریب او مالدار انسانان ټول د لوی رب په حکم روژه وي، لوږه او تنده تیروي، نو هغه انسانان چې په رزق کې فراخي او وسعت لري، کله یې لوږه او تنده نه وي تیره کړي، نو هغوی ته بیا د غریب د لوږې او تندې احساس کیږي، بیا د همدې احساس له امله هغه غریبو او اړمنو خلکو سره همکاري او د هغوی لاسنیوی کوي او د یو مظلوم او غریب سره په عامو حالاتو کې مرسته د رب د رضا سبب ګرځي او بیا په دې بختوره میاشت کې دا الله تعالی ته تر ټولو غوره او خوښ عمل دی. د دواړو جهانونو سردار محمد عربي صلی الله علیه وسلم صحابۀ کرامو ته فرمایي کوم انسان چې یو روژه‌دار انسان ته روژه ماتی ورکړي، نو دا عمل ددغه انسان لپاره د ګناهونو د بښنې، د اجر د زیاتیدنې، د دوزخ له اور څخه د خلاصیدنې سبب ګرځیدو سربیره نوموړي ته د همدغې روژه دار انسان په انداز ثواب ورکول کیږي، په داسې حال کې چې د دغه روژه دار په ثواب کې یو ذره برابر هم کمی نه راځي.
د روژې د فرضیت یوه فلسفه دا هم ده چې د یو انسان په زړه کې د ایثار جذبه پیدا کوي، کله چې پرې لوږه او تنده راشي بیا د خپل کلي او ګاونډ خوار او غریب وریادیږي، احساس د خواخوږۍ او همدردۍ ورسره پیدا کیږي، چې له مخې یې انسان بیا د بل انسان درد او ستونزه حس کولای شي. عایشه رضي الله عنها په روژه کې یوه ورځ زرګونه دراهم وویشل، کله چې ماښامی شو، نو خادمې ورته یواځې وچه ډوډۍ او غوړي راوړه او همدا راز ابن عمر رضي الله عنه به تر هغې روژه ماتې نه کولو چې تر څو به یې کوم غریب او مسکین ته روژه ماتی نه و ورکړی او یا هم ځان سره کینولی او د صدقې په اړه علامه ابن قیم رح لیکلي چې صدقه د مصیبتونو او ستونزو په دفع کولو کې خورا لوی اغیز لري، اګر چې صدقه ورکونکی شخص فاجر، ظالم او کافر وي نو مسلمانانو وروڼو! روژه کې پر خپلو خپلوانو، مسکینانو، غریبانو، نادارو او اړمنو خلکو زیات رحم وکړئ، دوی ته مال ورکړئ، روژه ماتی ورکړئ، اګر چې لږ ولې نه وي؛ تر څو د لوی اجرونو مستحقین شئ او بیا زموږ په غریبه او بې وسه ټولنه کې چې اړتیا د مرستې زیاته لري، هرومرو لاس په کار او د اخرت لپاره ځانته توښه جوړه کړئ، ان شاءالله مالونه به مو څو چنده زیات او الله تعالی به په کې
برکت کیږدي.

  حمادافغان شیرزاد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *