مقالی اوتبصرې

د بل چا ليكنه او تصنيف په خپل نوم خپرول !

الله پاك لكه انسانان چې يې د ژبې، ځای، رنګ، غناء او فقر، قوم او نورو مشخصاتو له كبله د يوحكمت له وجهي متفاوت او متمايز پيدا كړي دي همدا راز يې د استعدادونو، ذكاوت، ټنبلۍ او ځيركتيا له مخي هم متفاوت او متمايز پيدا كړي دي، كوم خلک چې الله پاك د ذكاوت او ځيركتيا نعمت وركړی وي او بيا يې هغوی ته د استعمالولو توفيق هم وركړی وي نو هغوی د خپل علمي استعداد څخه په ګټي اخيستني سره په مختلفو لارو باندي غواړي خلکو ته خدمت وكړي، د خپل استعداد په واسطه خلکو ته د هغوی د ژوند مختلفي لاري چاري د مختلفو موخو لپاره أنځور او د مثبتو چارو د پر مخ بيولو او منفي څخه يې د ډډه كولو لپاره مختلف اړخونه روښانه، او ورته هراړخيزي لار ښووني وكړي.
چې يوه لاره يې ليكوالي او تأليفات دي چې ددې لاري څخه ډېرو ليكوالانو او مؤلفينو د خپلو علمي استعدادونو نتيجه او زيار ايستلو مثبتي پايلي خلکو ته په ليكنو او تصنيفاتو کې وړاندي كړيدي، او د انسانانو د ژوند په ډېرو برخوکې يې ليكنې او يا تأليفات كړيدي.
پدې كار سره ليكوالانو او مصنفينو په رښتيا چې خپله علمي دنده سرته رسولې او موږ ته يې د يوې خوا ډېره لويه علمي زېرمه په لاس راكړېده، چې موږ يې بايد منندوی سو او ددوی شكريه آداء كړو، او د ليكنوڅخه يې درسته او سمه استفاده وكړو، او د بلي خوا يې د خپل قلم او ګوتو په ژبه راته داسې الهام وركوونکې تصريحات كړيدي چې په ژور فكر سره ورته غوږ نيول او په دقت سره يې لوستل دداسې فكر د احياء سبب کېږي چې انسان دي د ځانه سره سوچ وكړي چې: زه هم ددوی غوندي انسان يم دوی چې دومره ګټوري ليكني او تصنيفات كړيدي زه يې ولي نسم كولای ؟.
چې په نتيجه کې په انسان کې د پرمختګ او ارتقاء روحيه پيدا کېږي او ددې لامل کېږي چې انسان دي د يوې خوا ددوی له سيرت او ژوند د څرنګوالي څخه ځان خبركړي او د بلې خوا دي ځان ددوی غوندي جوړ كړي.
خو ددوی څخه مننه، ددوی د ليكنوڅخه درسته استفاده، ددوی په سيرت باندي د ځان خبرول او ددوی غوندي د ځان جوړول هغه وخت ممكن دي چې د يوې خوا ددوی ليكني او تصنيفات د تحريف او منفي مغرض تغيير څخه و ژغورل سي او د بلي خوا دي د هر چا ليكنه او تصنيف و هغه ته منسوب كړل سي.
همدا راز دي دوی ته د دوی د زيار ايستلو پخاطر دعا وسي او ورڅخه دي شكر آداء کړل سي.
ځكه كه چېري ليكنه او يا تصنيف تحريف سي نو دا معلومه خبره ده چې ليكنه او يا تصنيف خپل اصالت له لاسه وركوي په ځينو مواردو کې يې محتويات پوره تغيير كوي چې بيا ورڅخه درسته استفاده كول ګران دی.
ځكه چې هر ليكوال ځان ته د خپلي ليكني څخه غرض او موخه لري او هر څوك د خپل استعداد او ظرفيت په اندازه خپلي ليكني ته يو ځانګړی او خاص سبك او طريقه وركوي، نو چې كله يې په ليكنه کې بل څوك دخل وكړي دا ټولي ځانګړتياوي او د پام وړ ټکې له مينځه ځي، او په هغه صورت کې خو چې تحريف يې رسوا او ښكاره سي خلک ورڅخه بيخي قصدا هيڅ ګټه نه پورته كوي ځكه چې دې ليكني او تصنيف ته د يو نيمكړي او تغيير وركړل سوي په سترګه ګوري.
همدا راز كه يې د ليكونکې او مؤلف نوم ته تغيير وكړي نو له يوې خوا به ليكنه خپل حيثيت له لاسه وركړي او د بلي خوا به ورڅخه پورته أهداف لاسته رانسي، ځكه د هرچا خبره ځان ته ځای او د منلو ځانګړی مقام لري.
د يو چا خبره ډېره مؤثره تماميږي خو د بل چا هماغه خبره بيا هيڅ تأثير نلري، همدا راز دا به هم ډېره ګرانه سي چې سړی دي د ليكونکې په سيرت باندي ځان خبر كړي بيا دي دغه ليكنه د هغه د سيرت سره مقايسه كړي د ځان متأثره كېدل ورڅخه خو لا هلته پرېږده.
دا معلومه خبره ده چې تحريف او تغيير د نوم، د هغوی څخه د منني او شكر كولو خلاف دی، ځكه چې هغوی پر ليكني او يا تصنيف باندي زيار ايستلی د هغه په إنشاء او مرتب كولو کې يې ډېر زحمت ګاللی، نو چې كله تحريف سي او يا يې د ليكوال نوم ور بدل سي د هغه ليكوال او مصنف زيار او زحمت پوره له پامه غورځول کېږي چې دا كار لومړی دغه چا وكړ چې ليكني ته يې تغيير وركړ او بيا د هغو خلکو څخه کېږي چې په ليكونکې باندي يې خبر ندي چې په نتيجه کې هم تغيير وركوونكی او هم نور لوستونکې د ليكوال څخه د منني او هغه ته دعاكولو د وظيفې د نه آداء كولو مرتكب کېږي پداسې حال کې چې په حديث کې راځي: من لم يشكر الناس لم يشكر الله.[ سنن ترمذي 1955] يعني چا چې د خلکو شكر آداء نكړ هغه د الله پاك شكر هم نه دی آداء كړی.
دا كار نه تنها دا چې ليكنو او تصانيفو ته لوی تاوان دی بلکې هغه خلکو ته يې تر دې لا هم ډېر تاوان رسيږي چې دغه كاركوي، د يوې خوا يې د الله پاك لخوا وركړل شوی عزت او آبرو له منځه ځي، خلک يې پر نورو ليكنو چې خپله يې كړيدي هم بد ګمانه کېږي او څوك ورباندي باور نه كوي.
او د بلي خوا يې ددې منفي او ناروا كار هغه منفي اثرات هم ورباندي لويږي، يو خو يې د خدمت او علم څخه بركت پورته کېږي او بل په دې خاطر چې دا كار غلا او سرقت دی ګناه ورته لري.
امام نووي رحمه الله په بستان العارفين کې فرمايي: څوك چې دغسي كاركوي د هغه علم ورته هيڅ منفعت او بركت نلري.
همدا راز پدې بد عادت باندي د روبدي كېدلو په صورت کې يې لرونكی استعداد هم له مينځه ځي، ځكه چې كله نفس په سهولتونو باندي عادت سي بيا ورته د زيار او زحمت كښل ډېر سخت وي په ځانګړي توګه دكامپيوټر اوټلفنونو د كاپي او پسټ څخه يې استفاده كول د ټولو زحماتو چې بايد يې د يوې ليكني په آماده كولو کي وكاږي ځای نيسي چې دا يې د علمي استعداد په مرګ باندي ورته تماميږي.
همدا راز ددې كار كوونکې كه دغه كارقصدا ددې لپاره كوي چې خلک يې ددي ليكني او تصنيف پخاطر ستاينه او تعريف وكړي بايد په دې باندي هم سر خلاص كړي چې دغه كار يې د يوې خوا د حقيقت پر خلاف دی او د بلي خوا د يهودو د علماؤ او يا منافقينو سره چې الله پاك يې دداسې غوښتنو په خاطر غندي، پدغه عمل کې د ځان مشابه كول دي.ځكه چې هغوی هم غوښتل پر داسې كارونو باندي ددوی مدح او صفت وسي چې دوی نه كول.
الله پاك ددوی په هكله فرمايي: وَيُحِبُّونَ أَنْ يُحْمَدُوا بِمَا لَمْ يَفْعَلُوا.[ سورة آل عمران 188] يعني دوی خوښ لري چې ددوی تعريف دي وسي په هغه شيانو باندي چې دوی نه دي كړي.
په احاديثو کې هم ددې كار منعي ته اشاره سوېده او دا كار يي د»انتحال» په نامه باندي ياد كړی دی چې معنی يې همدغه د يو چا د ليكني او يا تصنيف وځانته نسبت كول دي.
د امام بيهقي په سنن كبري کې راځي: عَنْ إِبْرَاهِيمَ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ الْعَذَرِىِّ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- :يَرِثُ هَذَا الْعِلْمَ مِنْ كُلِّ خَلَفٍ عُدُولُهُ يَنْفُونَ عَنْهُ تَأْوِيلَ الْجَاهِلِينَ وَانْتِحَالَ الْمُبْطِلِينَ وَتَحْرِيفَ الْغَالِينَ.[ سنن الكبري للبيهقي 21439] يعني دغه علم به د هري وروستنۍ ډلي څخه و عادلانو او با انصافو خلکو ته پاتيږي چې دوی به ورڅخه تأويل د ناپوهانو خلکو ليري كوي همدا راز به انتحال د باطل كوونكو ليري كوي او همدا راز به تحريف د تجاوز كوونكو ور څخه ليري كوي.
په مرقات کې يي د»إنتحال» د تعريف په هكله ليكلي دي:
(وَانْتِحَالَ الْمُبْطِلِينَ) الِانْتِحَالُ: ادِّعَاءُ قَوْلٍ أَوْ شِعْرٍ، وَيَكُونُ قَایلُهُ غَيْرَهُ بِانْتِسَابِهِ إِلَى نَفْسِهِ.[ مرقات المفاتيح شرح مشكوة المصابيح 248] يعني انتحال: د بل چا په قول او شعر باندي دعوه كول او و ځانته يې نسبت كول دي.
همدا راز علامه مولانا عبدالحي لكنوي رحمه الله په حاشيه کې د شرح الوقاية فرمايي:
فقد تطلق السرقة على استراق السمع وقد تطلق على السرقة في الصلاة، وهي أن يؤديها ناقصة، وقد تطلق على الانتحال في التصانيف، وقد تطلق على قطع الطريق.[ عمدة الرعاية حاشية شرح الوقاية كتاب السرقة] يعني د سرقت اطلاق كله كله په غلا كولو د خبرو کېږي او كله كله يې اطلاق د لمانځه پر غلا باندي کېږي او هغه داسې چې لمونځ نيمګړی وكړي، اوكله كله يې اطلاق پر غلاكولو د تصانيفو کېږي اوكله كله يې اطلاق پر نيولو د لاري کېږي.
همدا راز امام نووي رحمه الله په بستان العارفين کې فرمايي:
الدين النصيحة: ومن النصيحة أن تضاف الفایدة التي تستغرب إلى قایلها فمن فعل ذلك بورك له في علمه وحاله ومن أوهم ذلك وأوهم فيما يأخذه من كلام غيره أنه له فهو جدير أن لا ينتفع بعلمه ولا يبارك له في حال. ولم يزل أهل العلم والفضل على إضافة الفواید إلى قایلها نسأل الله تعالى التوفيق لذلك دایما.[ بستان العارفين للنووي] يعني:دين نصيحت دی او د جملې څخه د نصيحت دادی چې يو ناشنا فايده بايد د هغه ويونکې ته منسوبه كړل سي، نو چې څوك دغسي وكړي الله پاك به يې په علم او حالت کې بركت كښيږدی، او كه څوك د بل چا خبره داسې بيان كړي چې ګويا هغه دده ده نو هغه سړی ددې لایق دی چې د خپل علم څخه دي ګټه پورته نكړي او نه دي دده په حال کې بركت كښېښودل سي، او تل اهل علمو همداسې كول چې (ويل كړل سوي) فایدې به يې د هغو ويونكو ته منسوبولې. الله پاك دي تل ددي كار توفيق راكړي.
او إمام سيوطي رحمه الله فرمايي:
ومن بركة العلم وشكره عزْوُه إلى قایله.[ المزهر في علوم اللغة للسيوطي] يعني بركت د علم او د هغه شكر آداء كول دادی چې نسبت يې ويونکې ته وسي.
همدا راز په فتاوي الشبكة الإسلاميه کې راځي:
حرًّمت الشريعة انتحال الرجل قولاً لغيره أو إسناده إلى غير من صدر منه، وقضت بضرورة نسبة القول إلى قایله والفكرة إلى صاحبها لينال هو دون غيره أجر ما قد تنطوى عليه من خير، أو يتحمل وزر ما قد تجره من شر.[ فتاوي الشبكة الإسلام فتوي رقم 17339] يعني: شريعت حرام كړی دی دا چې څوك دي د بل چا قول ځان ته منسوب كړي، او يا دي و هغه چاته منسوب كړي چې هغه قول يې نه وي كړی. او د يوچا د قول نسبت كول هغه ته ځكه ضروري دی چې كه يې په هغه قول کې ښېګڼي نغښتي وې نو پر هغه قول باندي مرتب ثواب وده ته ورسيږي نه و بل چاته، اوكه يي په قول کې بدي نغښتې وي نوګناه يې هم وده ته ورسيږي.
خلاصه دا چې د بل چا ليكنه او يا تصنيف په خپل نامه نشر كول:
۱. د ليكني حيثيت او اعتبار له مينځه وړي.
۲. په صورت کې د تغيير، د ليكني څخه ګټه اخيستل ستونزمن كوي.
۳. د اصلي ليكونكو او مصفينو ياد او د هغوی په سيرت باندي د خبرېدلو ليوالتيا ختمه وي.
۴. د اصلي ليكونكو او مصنفينو زيار اېستل او د هغوی خدمات له خلکو پټوي.
۵. إنسان د علمي غلا مرتكب کېږي.
۶. إستعدادونه ورسره وژل کېږي.
۷. د الله پاك د شكر څخه انسان محروم کېږي.
۸. د قصد په صورت کې انسان د يهودو او يا منافقينو سره پداسې عمل کې مشابه کېږي.
۹. د شريعت د مخالفت له كبله انسان د ګناه مرتكب، معنويات يې ختم او بركت يې د علم څخه پورته کیږي.
نو بايد زموږ ليكوالان، مبلغين او ددين رسوونکې دغه خبره پوره په پام کې ونيسي ترڅو چې الله پاک يې هم په خدمت کې بركت كښيږدي او هم یې د ګناه كولو څخه وساتي.

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *