افغانستان

په فراه او کندهار کې پر لسګونه جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول

ځايي مسوولینو په فراه او کندهار ولایتونو کې پر لسګونه جریبه ځمکه د کرل شویو کوکنارو د اړولو خبر ورکړی دی.
د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ مرستیال ملا عبدالهادي بیت الله باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادې ولسوالۍ امنیتي او کشفي ځواکونو د یو لړعملیاتو په ترڅ کې په بېلا بېلو سیمو کې شاوخوا پر ۱۲ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.
د یو بل خبر له مخې د کندهار ولایت د سپين بولدک ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې پر ۲۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول.
د یادې ولسوالۍ مسوولین وايي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کمپاین له پيل څخه په دغې ولسوالۍ کې پر ۲۴۵ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *