افغانستان

پکتیا، بادغیس او فراه کې امنیتي ځواکونو ته نوی یونیفورم ووېشل شو

شریعت: د پکتیا او بادغیس امنیتي مسوولین وايي، چې په دغو ولایتونو کې پولیسو ته ځانګړی یونیفورم ووېشل شو.

شریعت: د پکتیا او بادغیس امنیتي مسوولین وايي، چې په دغو ولایتونو کې پولیسو ته ځانګړی یونیفورم ووېشل شو.

د پکتیا د درېیمې امنيتي حوزې آمر مولوي عنايت الله قاصد د يونيفورم د وېش پرمهال پولیسو ته وویل، چې له دين، وطن او خاورې څخه دفاع وکړئ تر څو د ولس په زړونو کې ځای پيدا کړئ.

د یو بل خبر له مخې؛ بادغیس امنیتي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې هم پولیسو ته ځانګړی یونیفورم ووېشل شو.   همدا شان، د فراه د استخباراتو ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د استخباراتو ځواکونو ته ځانګړی یونیفورم ووېشل شو.

د دغه یونیفورم د وېش پرمهال د فراه د استخباراتو رئیس مولوي شېر احمد تواب وویل، چې دغه یونیفورم استخباراتي ځواکونو ته ځانګړی شوی او هېڅوک ترې ناوړه ګټه نه شي اخېستلی.

په همدې حال کې د فراه مرستیال والي مولوي عبدالکریم جهادیار استخباراتي ځواکونو ته وویل، چې له نوي یونیفورم څخه په ګټې اخیستنې سره باید خپلو کړنو ته پام وکړئ او خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *