افغانستان

څه باندې ۲ زره جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د کوکنارو کښتونو د اړولو او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو په ۹ ولایتونو کې ۲۱۸۳ جریaبه د کوکنارو کښتونه له منځه وړي دي. د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، ۷۷۷ جریبه د فاریاب ولایت په پښتون کوټ، بلچراغ، المار، کوهستان او خیبر ولسوالیو کې، ۴۰۰ جریبه په پکتیا، ۲۹۲جریبه په ننګرهار، ۱۲۷ جریبه په تخار، ۳۸ جریبه په کونړ، ۱۳ جریبه په بغلان، ۱۱ په بلخ او ۵ جریبه ځمکه د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې له کوکنارو پاکه شوې ده. په کابل ولایت کې هم د کوکنارو کروندې ویجاړې شوې دي. د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي وو، چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۸۰۰ جریبه کوکنار له منځه وړي دي. د سرپرست حکومت ویاند ويلي، په هېواد کې د نشه‌یي توکو د له منځه وړلو لپاره د نشه‌یي توکو د کښت او قاچاق پر ضد جدي مبارزه روانه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *