نړۍ

ګڼ شمېر صهيونستانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د حماس غورځنګ نظامي برخې پرون یکشنبې خبر ورکړی، چې د اسرائیلي ځواکونو پر ټانکونو یې مرګوني بریدونه کړي، چې ښایي ګڼ شمېر صهیونست ځواکونه په کې وژل شوي وي.ورته وخت کې د اسرایلو پوځ ویلي، چې یو پوځي یې غزه کې د مخامخ جګړې پر مهال وژل شوی دی.دغه راز اسرائیلو پرون د ۱۷۰ مې ورځې لپاره هم غزه کې د ملکي وګړو وژنې ته دوام ورکړی او تازه یې په رفح ښارګوتي او نورو سیمو کې د هوایي بریدونو په پایله کې لسګونه فلسطینیان شهیدان کړي او ټپیان کړي دي.دغو بریدونو کې ۱۹ تنه د بشري مرستو ترلاسه کوونکي شهیدان شوي او دغه راز په یو جلا برید کې بیا د یوې کورنۍ شپږ غړي شهیدان شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *