افغانستان
۳۰ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي
کورنیو چارو وزارت په کابل، هرات، خوست، جوزجان او کندهار ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تور د ۳۰ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یادو کسانو له ډلې ۱۱ تنه په هرات کې د غلا او اخلاقي فساد په تور، ۷ تنه په کابل کې د غلا او جعل کارۍ په تور، ۵ تنه په خوست کې بېلابېلو جرمونو په تور، ۶ تنه د جوارګرۍ په تور جوزجان کې او یو کس هم په خوست کې د ۲۰۰ زره کالدارو د غلا په تور نیول شوی
دی.
د یادونې وړ ده، چې دغه وزارت له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو د جنايي جرمونو په تور د لسګونو کسانو د نیولو خبر ورکړی و.