افغانستان

د اسلامي امارت لوړ پوړی پلاوی مسکو ته لاړ

د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، پرون د یوه پلاوي په مشرۍ د فدراتیفې روسیې تاتارستان ج مهوریت ته سفر وکړ.
د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي د سفر موخه، د اسلام نړۍ – روسیه (۲۰۲۳-KazanForum) تر عنوان لاندې په ۱۴مه اقتصادي نړیواله غونډه کې ګډون ویل شوی دي.
نورالدین عزیزي به په دغه سفر کې، په ياده غونډه کې د ګډون ترڅنګ، د روسيې او نورو هېوادونو له چارواکو او همدارنګه د سترو شرکتونو له مسؤلینو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتيا، د پانګونې د ودې او په افغانستان کې د پانګونې د جلبولو په اړه خبرې وکړي.
ویل شوي، چې د اسلامي امارت د پلاوي دغه سفر، د تاتارستان د جمهور رئیس مینیخانوف په رسمي بلنه ترسره شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *