افغانستان
ننګرهار کې شپږ تنه د جعلکارۍ په تور ونيول شول
شریعت: د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې یې ۶ تنه جعل کارۍ په تور نیولي دي.
شریعت: د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې یې ۶ تنه جعل کارۍ په تور نیولي دي.
د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مسوولین وایي چې د جلال آباد ښار په بېلابېلو ناحیــو کې یې ۶ تنه د جعل کارۍ په تور نیولي دي. سرچینې زیاته کړه چې له نیول شویو کسانو څخه د یو شمېر ادارو جعلي ټاپې هم ترلاسه شوې دي.
د یادونې وړده چې د نیول شویوکسانو دوسیې به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونوته وسپارل شي.