افغانستاناقتصاد او رغونه
په هلمند کې د ۱۹ کیلومتره سړک د بیا رغولو چارې پیل شوې
د هلمند د ټولګټو ریاست مسوولین وایي چې مرکز لښکرګاه ښار او چاه انجیر ترمنځ غځېدلي د ۱۹ کیلومتره سړک د بیا رغولو چارې پیل شوې.
د هلمند د ټولګټو ریاست مسوولینو د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د دغه سړک د بیارغولو چارې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له لوري د څه باندې ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پيل شوي، چې چارې به یې د یوې اوونۍ په موده کې بشپړې
شي.