افغانستان
پکتيکا کې يو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو خلاص شو
شریعت: د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې تېره ورځ یو صراف د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورل شوی دی.
د پکتیکا د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې امنیتي ځواکونو یو صراف د دغه ولایت د ارګون ولسوالۍ په ګلشاخېلو سیمې کې د انسان تښتونکو له منګولو ژغورل شوی دی.
د مسوولینو په خبره، دغو انسان تښتونکو د مجاهدینو له نامه څخه په استفادې دغه صراف تښتولی وو، چې د امنیتې ځواکونو له لوري ونیول شول.
د یادونې وړ ده، چې له دغو انسان تښتوونکو سره یو کلاشینکوف او یوه تومانچه هم نیول شوې ده.