افغانستان
۵۰۰ معتادینو ته کاري زمینه برابرېږي
هرات ولایت کې د ۵۰۰ روغ شوي معتادینو ته په مالګې کان کې کاري زمینه
برابرېږي.
د هرات له نشه يي توکو سره د مبارزې مسوولینو وايي، چې دغه کسان د ډاکترانو له تاییدي وروسته د مالګې په کان کې پر کار ګومارل کېږي. ورته مهال د غوريان د مالګې کان د استخراج رییس ناصر اميد د روږدو کسانو له نشه يي توکو څخه د لرې پاتې کېدو لپاره د کاري زمینې برابرول ډېر ګټور بولي او وایي، چې دغه کسان په خپله خوښه په کار ګومارل کېږي.