نړۍ

اوکراین ته د ۱۴۰ مړو سرتېرو جسدونه وسپارل شول

رسنۍ وایي چې د اوکراین د ۱۴۰ سرتېرو جسدونه چې د جګړې پر مهال وژل شوي وو، بېرته اوکراین ته ستانه کړای شوي
دي.
په کییف کې د جګړې د بندیانو د درملنې د تنظیم ادارې دا خبره پرون په یوه اعلامیه کې کړې ده. په اعلامیه کې ویل شوي، د دغو سرتېرو له ډلې ۱۲۰ یې په دونیڅک سیمه کې وژل شوي او ۲۰ نور یې د لوهانسک، سومي، زاپوریژیا او خرسون د جګړې په ساحو کې وژل شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي د دغو سرتېرو مړي د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مرسته لېږدول شوي دي.
نږدې دوې اوونۍ وړاندې هم د روسي عسکرو پر مټ د اوکراین د نږدې سلو سرتېرو جسدونه یاد هېواد ته سپارل شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *