افغانستان

دفاع وزیر دوبۍ کې مېشتو افغانانو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ

شریعت: د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب «مجاهد»، متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون په دوبۍ کې له مېشتو افغانانو سره وکتل.‏

شریعت: د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب «مجاهد»، متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون په دوبۍ کې له مېشتو افغانانو سره وکتل.‏

په دې کتنه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر په دوبۍ کې د مېشتو هېوادوالو د ستونزو له اورېدو وروسته هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د دوی
ستونزې به د متحده عربي اماراتو له مسوولینو سره شریکې کړي او ان شاءالله ډېر ژر به حل شي.

‏همدا راز د ملي دفاع سرپرست وزير څرګنده کړه، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او موږ ټول باید په دې حساسو شرایطو کې چې په هر ځای کې يو د خپل کور په ودانولو کې فعاله او مسوولانه ونډه واخلو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *