افغانستان

د افغانستان بانک: د Afpay کارت په واسطه د صرافیو له ټولو خپلکاره ماشینونو څخه پیسې اخیستی شئ

شریعت: افغانستان بانک پرون په یو خبرنامه کې وویل،Afpay کارت په کارولو سره له خپل حساب څخه پیسې ترلاسه کولای شئ.
خبرنامه کې راغلي چې د افغانستان بانک هیوادوالو ته د اوسني عصر له معیارونو سره برابر د اړینو اداینیزو اسانتیاؤ د برابرولو لپاره ژمن دی.
اعلامیه کې ویل شوي چې اوس مهال تاسې کولای شئ چې د Afpay د کارت په کارولو سره له خپل بانکي حساب څخه د صرافیو د ټولو خپل کاره ماشینونو له لاري پیسې ترلاسه کړئ.
اعلامیه زیاتوي چې نور اړتیا نشته چې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره په اوږدو قطارونو کې په تمه پاتې شئ.
د یادولو ده چې یاد کارت له ټولو سوداګریزو بانکونو څخه ترلاسه کیدای شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *