افغانستان

د بلخ د احصائيې ریاست ٣٦ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

شریعت: د بلخ د احصائيي او معلوماتو ریاست په تېرو لسو میاشتو کې د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو د وېش

شریعت: د بلخ د احصائيي او معلوماتو ریاست په تېرو لسو میاشتو کې د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو د وېش له درکه ٣٦ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د بلخ د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولان وايي: چې په تېرو لسو میاشتو کې یې په دغه ولایت کې ١٩٠ زره برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼې وېشلې دي، چې له درکه یې ٣٦ میلیونه افغانۍ عواید راټول او په شفاف ډول د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
د دغې ریاست په وینا، اوسمهال په دغه ولایت کې د پېژندپاڼو د وېش ٣مرکزونه فعال دي، چې په نورمال ډول خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *