
د ریاست الوزراء کفيل: د اسلامي امارت مسؤلین شپه ورځ د ولس لپاره خدمت کوي
د ریاست الوزراء کفيل د کابل د هودخېلو او د لویې پکتیا له يو شمېر قومي مخورو سره په کتنه کې وویل چې د اسلامي امارت مشران او مسؤلین شپه او ورځ نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي ترڅو د افغانانو ستونزې هوارې کړي.
د ریاست الوزرا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر پرون د کابل د هودخېلو او په کابل کې د لویې پکتیا له يو شمېر مېشتو قومي مخورو او دیني عالمانو سره وکتل.
د ریاست الوزرا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پهياده کتنه کې دغو مشرانو له اسلامي امارت څخه د بشپړ ملاتړ په څرګندولو سره وویل، چې دوی د اسلامي نظام تر شا ولاړ دي او په دې برخه کې له هېڅ ډول قربانۍ درېغ نه کوي.
دغو قومي مخورو د اسلامي امارت د مشرانو له همکارۍ مننه وکړه چې تل یې د خلکو غږ اورېدلی او دروازې یې د ولس پر مخ پرانیستې دي.
دوی زياته کړه، افغان ولس د اسلامي امارت د بریا لپاره زياته قرباني ورکړه او اوس هم د اسلامي نظام د پايښت او بقا په موخه د خپلو مشرانو تر شا ولاړ دي.
راغلو مشرانو او دیني عالمانو څرګنده کړه، چې د اسلامي امارت په بریا سره یې یو شمېر ستونزې هوارې شوې او د پاتې مسایلو د حل په موخه یې خپل وړاندېزونه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال او کفيل سره شریک کړل.
ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر د هودخېلو او په کابل کې د لویې پکتیا مېشتو مشرانو ته د هرکلي ویلو ترڅنګ وويل، د اسلامي امارت مشران او مسوولین شپه او ورځ نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي ترڅو د افغانانو ستونزې هوارې کړي.
مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې وویل، چې د ولس او حکومت تر منځ د واټن له منځه وړل د اسلامي امارت موخه ده او د افغانستان اسلامي امارت مشران هم د همدې موخې لپاره شپه او ورځ زيار ګالي.
د یو بل خبر له مخی، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر تیره ورځ د خوست ولايت د ګربزو له يو شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.
د ریاست الوزرا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ګربزو قومي مخورو له اسلامي امارت څخه په ملاتړ وویل، د اوسني حکومت په هلوځلو په ټول هېواد کې امنیت تامین، د لویو بدبختیو لمن ورټوله او افغانان د واحد نظام تر چتر لاندې ژوند کوي.
دوی زیاته کړه، ګربز هم لکه د نورو وروڼو قومونو په شان له حکومت سره هر ډول همکارۍ ته حاضر دي.
د دغو مشرانو په وینا په خوست کې قومي جوړښتونه له سیمه ییزو چارواکو سره همغږي او له نږدې ورسره همکاري کوي.
ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر راغلو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، چې د ګربزو ولس په شل کلن جهاد کې خپل کورونه هم د مجاهدینو خدمت ته وقف کړي وو او د نورو افغانانو په څېر یې په یاده موده کې سختۍ او تکلیفونه وګالل.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت د ټولو ولسونو په چوپړ کې دی او دوی هر وخت کولای شي چې په زغرده خپل وړاندېزونه او غوښتنې ورسره شریکې کړي.