افغانستان

د پاسپورټ رئیس او ازبکستان سفیر د ویزې د تمدید پر اسانتیا خبرې وکړې

شریعت: د پاسپورټ عمومي رییس پاسوال مولوی عبدالکریم حسیب پرون د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ازبکستان له سفیر یادګار خواجه شادمانوف او مل پلاوي سره وکتل.په دې لیدنه کې دواړو لوریو ترمنځ د هر اړخیزو همکاریو او د افغانستان د ویزو پر تمدید خبرې وشوې.مولوی عبدالکریم حسیب
د ازبکستان دولت له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د افغانستان ویزو د تمدید، دوامداره ښو اړیکو او نورو اړوندو برخو کې به لا ډېر فرصتونه او اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه کتنه کې په افغانستان کې د ازبکستان سفیر هم د پاسپورټ عمومي رئيس ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *