
سوډان کې د بند پاتې افغانانو دویمه جوپه هم را ورسېده
د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې په سوډان هېواد کې د بند پاتې افغانانو دویمه جوپه، چې ۴۳ تنه کیږي پرون کابل ته را ورسیده. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، چې دغه افغانان څو ورځې وړاندې له سوډان څخه د سعودي عربستان جدې ښار ته انتقال شوي وو. نوموړي زیاته کړه، چې د سوډان په جګړه کې د بند پاتې نورو افغانانو د ایستلو په اړه په خپل ټول توان سره کار او هڅه کوي، چې ژر تر ژره نور افغانان هم له دې هیواد څخه خوندې سیمو ته انتقال
کړي.
سوډان کې د بند پاتې افغانانو دویمه جوپه هیواد ته را ورسېده
د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په سوډان هېواد کې د بند پاتې افغانانو دویمه جوپه، چې ۴۳ تنه کیږي نن کابل ته را ورسیده. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، چې دغه افغانان څو ورځې وړاندې له سوډان څخه د سعودي عربستان جدې ښار ته انتقال شوي وو. نوموړي زیاته کړه، چې د سوډان په جګړه کې د بند پاته نورو افغانانو د ایستلو په اړه په خپل ټول توان سره کار او هڅه کوي، چې ژر تر ژره نور افغانان هم له دې هیواد څخه خوندې سیمو ته انتقال کړي.