عجیب معلومات

موږ ته په کتابونو کې ويل شوي وو…!

فرید احمد مبارز
کولمب امريکا کشف کړه، مګر دا يې راته ونه ويل چې همدې کولمب د امريکا اصلي استوګن (هنود الاخمر) په بې رحمۍ سره ووژل او دا اوسمهال چې د امريکا نفوس ځیني جوړ دی، د نوي (۹۰) سلنه زيات بهرنيان دي.
اموي دولت په اسلام کې لومړی دولت وو، چې خلافت يې میراثي کړ، مګر دا يې راته ونه ويل چې امويان هغه خلک وو، چي تل به پر اسونو سپاره وو، غزوات د دوی مصروفيت وو، او د دوی له برکته د چين څخه تر اندلس پورې د اسلام واحد بيرغ رپیدی.
فرانسوي يرغل د تمدن يرغل وو، مګر دا يې راته ونه ويل چې فرانسويان لومړي خلک وه، چې غربي فکر يې خپور کړ، کوم چې د اسلام ضد وو، د ماسونيه فکر دوی خپور کړ.
هارون رشيد متعې او جوارۍ اعتياد وو، مګر دا راته ونه ويل چې دې نیک انسان به يو کال حج کوی، او بل کال ته به غزا ته تلی، لومړی عباسي خليفه وو چې د روم خلاف د معرکې مشري یې پخپله کوله.
ګرارډس مرکاتور د نړۍ د نقشې پلار دی، مګر دا راته ونه ويل شوه، چې مسلمان عالم الإدريسي هغه جغرافيه پوه وو، چې د نن څخه زر (۱۰۰۰) کاله مخکې يې د نړۍ کټ مټ شپږ (۶) قاره يي نقشه ترسيم کړه.
ادم سميت د اقتصاد پلار دی، مګر دا راته ونه ويل شوه، چې ابن خلدون د ادم سميت څخه څو پیړۍ وړاندې د اقتصاد په هکله خپله مشهوره مقدمه وليکله.
لاوازيه د کیميا پلار دی، مګر دا راته ونه ويل شوه، چې جابر بن حيان د لاوازيه سلګونه کلونه وړاندې پر کیميا اتيا (80) رسالې وليکلې.
ارشميدس د رياضي پلار دی، مګر دا یې راته ونه ويل چې محمد بن موسیٰ الخوارزمي الجبر وليکی، او د الجبر پلار بلل
کیږي.
هو! يوازې په هغه څه اعتماد مه کوی، چې تاسو ته په ځانګړو کتابونو کې تدريس کیږي، پټ حقائق وپلټئ، نړۍ يوازې په دې کتابونو کې منحصر نه ده، غرب زموږ ډیر روښانه اړخونه پټ کړي دي، بايد موږ يې ښکاره کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *