عجیب معلومات

د انسان په ژوندانه کې د اوبو اهمیت حیات الله حلیم

ژمي نږدې نیمایی شوی و اود خلکو هغه اندېښنې چې د اورښتونو د نشتوالي له امله یوڅه زیاتې شوې وي الله پاک د سلواغې د میاشتې په ۱۴ او ۱۵ نېټه په خپل لطف ، فضل اوکرم د هېواد په مرکزاو ولایتونوکې تربرف ته ورته تخمین ۱۶ سانتي متره واورې را واورولې چې د هېوادوالواندېښنې ترزیاته بریده ورسره رفع شوې د الله پاک دربارته هیله شته چې په را تلونکې کې نوراورښتونه هم مهرباني کړي ، واورې اوباران د اوبومنبع ده اواوبه نه یوازې د چښلولپاره اړینه اړتیا ده بلکې په کرنیزسکتورکې هم اوبه ترټولولوړارزښت اواهمیت لري ځکه کله چې دسترخوان ډک او ډوډۍ پریمانه وي نوبی اختیاره سندره هم زمزمه کېږي ، له اکسیجن اود چښاک له اوبو وروسته د انسانانو ترټولومهم اواساسي دوهم ضرورت غنمینه ډوډۍ ده چې په افغانستان کې دټولوخوراکي توکوپه رآ س کې راځي اواستعمال یې زښته زیات دی دا ځکه چې په غنموکې د انسان د بدن هغه اساسي اړتیاوې موجودې دي چې د انسان بدن لپاره حیاتي اهمیت لري ، یوترټولوبل مهم صفت چې په غنموکې پروت دی هغه دادی چې دبل هرشي له زیات خوراک څخه د انسان زړه تورېږي خوله غنموهېڅکله د چا زړه نه تورېږي . د غنموبله ښېګڼه دا هم ده چې له پروسس وروسته د غنمو پروړه هم دحیواناتود تغذیوي توکوپه سرکې راځي ، لنډه داچې غنم د کرکیلې په ذریعه د کرنیزې مځکې محصول دي اوپه مځکه کې دهرې دانې کرکیله بیا اوبوته اړتیا لري چې ددې ځنځیري لړۍ د تعامل په صورت کې سرآنجام دې نتیجې ته رسیږوچې (اوبه ) نه یوازې دحیوان اود انسان په ژوند کې د چښلواونظافت درعایت لپاره لوړاهمیت لري ، بلکې د کرکیلې اونوروصنعتي خدمتونولکه دبریښنا تولید اود نوروقوي ماشینونوپه حرکت را وستلولپاره د انسانانولومړنۍ خدمتگاره منبع گڼل کېداي شي چې په ډېره نرمۍ یې خپل ځان د انسانانو پرواک کې ورکړی دی اورنګا رنګ خدمت ورته کوي ، آن تردې چې پخوانیوساده ژرندو به هم د اوبوپه انرژۍ غنم اوړه کول اوپایکوګانوبه له شولو ورته ورېجې را ایستلې .
د اوبوخدمتونه بشرته بیشماره دي ، اوبه دي ، چې غلې دانې پریمانه کوي ، میوه لرونکې اوبې میوې ونې ثمرته رسوي ، دژوند چاپیریال له میل سره سم ښیرازه کوي ، خوپه دې شرط چې په ملي کچه یې هم سم مدیریت وشي اوله هېواد څخه د وتونکوسیندونواوبه دیوه سم اوعلمي مکانیزم په ترڅ د هېواد په داخل کې دبندونواوډنډونودجوړولوپه ذریعه پټم اومهارشي .
لویه ستونزه داده چې افغانستان د نړۍ په یوه داسې (لوړه ) جغرافیا کې واقع دی چې څلورطرفه ترې څپانده سیندونه وځي اوموږ تږي پریږدي ٬ په دې اړه موږ نورڅه نه وایو یوازې دا څرگندونه کوو چې که چېرې د اوبو دنړیوالو قوانینو په دننه کې زموږ د سیندونو لپاسه بندونه جوړشي اود اوبوسم مدیریت وشي په یقیني ډول به دغلودانوله پلوه افغانستان د آسیا دغنموپه (ګودام) بدل شي اوهمدا رنګه به د برېښنا د تولید په برخه کې د نړۍ ممتازهېواد وي.
د نړۍ په هرهېواد کې چې لوی سیندونه بهېږي لومړی هغه هېواد چې سیند ترې سرچینه اخیستې وي په خپلوکرنیزومځکوپه اعظمي توګه د اوبود استعمال حق لري اوکه دبرېښنا د تولید دفابریکو جوړولو امکانات د سیند لپاسه موجود وي نوپه خلاصو مټود برېښنا د تولید فابریکې پرې جوړولې شي ځکه کله چې د څړموني او یا د کال په هغه فصل کې چې اورښتونه زیات وي سیلابي اوبه د سیند ساحلونه په مخه کوي نو کله چې د سیند له وجې زیات زیان ورته تکیه دی نو له مزایاوو یې هم په لومړي ګام کې حق لري دا روښانه ده چې دڅړموني په مهال په سیلابي شرایطو کې له هېواد ه د اوبوبی گټې وتل اوترڅنګ یې د ساحلونو په وړلو سره د زیان تکیه کېدل هغه څرگند حقیقتونه دي چې ټول یې د سرپه سترگو وینو.
د هېواد تکړه څېړونکي حبیب الله رفیع ۴۵ کاله د مخه ویلي و «زموږ اوبه ، زموږ آبرو» څومره ښکلې اوله مفهوم نه ډکه خبره ده ، رفیع په دې مانا دا خبره نه ده کړې چې موږ د اوبو پریمانه زیرمې لرو نوموځکه آبروپرځای ده ، نه ، ټول هېواد چې سیندونه ، سیندونه شي ، خواوبه یې مدیریت نشي ، زموږ آبرو، نه خوندي کېږي ، له پورتنۍ معقولې نېک تعبیردادی چې د هغه چا آبروبه پرځای پاته او خوندي وي چې د فقرلاس یې چاته نه وي اوږد ، اودیوه ملت لاس هغه وخت فقرته نه اوږدیږي چې هېواد یې په اقتصادي لحاظ بسیا اوپه ځان متکي وي ، زموږ بشپړیقین دی چې افغانان په وچه ډوډۍ ماړه شي دنورونعمتونوغم نه ورځي ، خواشیني دلته ده چې په هېواد کې موڅپانده سیندونه بهېږي خود اوړوکندو موپه گاونډیوهېوادونوکې دی ، که یې زړه شي غله را لیږي اوکه یې طبعه خټه شوه په ډېره آسانۍ دغلو دانوداسوداگریزه روزي پرافغانانوبندولی شي ، دا هغه عیان دی چې بیان ته حاجت نلري ، له نیکه مرغه چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره اوس د عام ولس سترګې د قوشتپې کانال په جوړولو یوڅه غړېدلې او هیله ده نورد غلو دانو په برخه کې مو لاس چاته اوږد نشي ، په دې ټکي هم ټول هېوادوال پوهېږي چې که مود خپل هېواد دسیندیزو حوزود اوبومدیریت وشي په یقین به موهېواد دغلودانوپه گودام بدل شي ، دا د هېواد په زړه سواندو چارواکوپورې اړه لري چې تر کومه برېده د اوبوپه مدیریت کې دوی له خپل اجرایوي صلاحیت نه کاراخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *