ټولنه اوکلتور

د سیلانیانو راجلبولوته باید پاملرنه وشي

افغانستان د خپل ښه جغرافیایي موقعیت له پلوه په ټوله کې د سیمې او نړۍ د سیلانیانو د راجلبولو لپاره ښه په زړه پورې طبیعي مناظر او لرغوني ځایونه لري، بنآ توریزم یا ګرځندوی برخې ته پاملرنه او په دې برخه کې پانګونه په ټوله کې د هېواد په اقتصادي عوایدو کې لوړوالی راولي، ځکه چې توریزم یا ګرځندوی برخې ته پاملرنه په حقیقت کې سیلانیان را جلبوي او ترڅنګ یې د هېواد عواید هم لوړوي، البته زمونږ هېواد د خپل ښه جغرافیایي موقعیت، پاک الله (ج) ورکړیو طبیعي ښکلاګانو، تاریخي او لرغونو ځایونو په لرلو سره د سیمې او نړۍ د سیلانیانو او ګرځندویانو د جذب ښه ځای دی، ځکه زموږ د هېواد ولایتونه په ټوله کې ډېر ښکلي طبیعې مناظر، په زړه پورې سیمې اوځایونه، بهانده او څپانده سیندونه، بندونه، بڼونه، ځنګلونه، هسک هسک غرونه، تاریخي ځایونه او … لري، چې دا ټول د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د را جلبولو وړتیا لري، باید هراړخیزه پاملرنه ورته وشي.
هیره دې نه وي چې توریزم یا ګرځندوی ډېری هېوادونو ته ښه عایداتي سرچینه ده، پردې اساس د نړۍ د سیلانیانو او ګرځندویانو له لورې د ‌ډېر اهمیت وړ ګڼل کېږي، البته توریزم، ګرځندوی او سیاحت په حقیقت کې هغه دری مفاهیم دي چې په بیلابیلو ژبو کې یو مفهوم وړاندې کوي چې موخه یې د طبیعت له ښکلاوو، لرغونو آبداتو او لاسي صنایعو څخه لیدنه، کتنه او خوند اخیستنه ده .
په دې اړوند په ځینو لیکنو کې دغه برخې ته دا ډول اشاره هم شویده : « د توریزم وده په یوه ملک کې نه یوازې دلرغونو آبداتو او طبیعي مناظرو پر موجودیت ولاړه ده، بلکې له یوه ملک څخه د سیلانیانو لیدنه او کتنه د فرهنګونو تبادله او پرتله هم را منځته کوي خو هغه څه چې د سیلانیانو او ګرځندویانو هوا هوس را پاروي د یوه ملک طبیعي مناظر او لرغوني آبدات او جوړ شوي لاسي صنایع دي چې په دې اړه مهم رول لري.
د یادونې وړ ده چې په نړیواله کچه توریزم(ګرځندویي سیاحت) په ۱۸۴۰ میلادي کال د یوه ټولنیز پرمختللي حرکت په توګه د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې په فعالیت پیل کړی چې د زمان پر دغه مقطع کې افغانستان له انګریزانو سره د لومړي جنګ په درشل کې قرار درلود خو دغه حرکت په ټولو اقتصادي فرهنګي او ټولنیزو برخو کې ډیر ژر وده وکړه او د نړۍ د زیاتره هېوادونو او سازمانونو پام یې ځان ته راجلب کړ تر څو له یو سل او څلویښت کاله وروسته یعنې په ۱۹۸۰ کال کې د نړۍ د لومړۍ درجې صنعت په توګه یې خپل مقام تر لاسه کړ. د توریزم له برکته نړیوال مالي بیلا نسونه وخت پر وخت د تریلینونو ډالرو پورې لوړ شول د توریزم د همدې اهمیت له کبله د نړۍ هېوادونه زیار باسي چې د توریزمي فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړي تر څو له دې لارې لوړ عواید په لاس راوړي. په نوره نړۍ کې په توریستي ځایونو کې د توریستانو لپاره رسټورانونه، هوټلونه او د دوئ د امنیت لپاره لازم تدابیر نیول کېږي او یا په بل عبارت د سیلانیانو له غوښتنې او تقاضا سره سم دوئ خپل امکانات برابر وي.»
دې ټکي ته موباید پام وي چې د اوس لپاره افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په خپلو ۳۴ ولایتونو کې بیلا بیل ښکلي، په زړه پورې او زړه راښکونکي طبیعې مناظر، لرغونې آبدات او ډول ډول جوړ شوي لاسي صنایع لري، نوغوره خبره داهم ده چې الحمدالله د اوس لپاره په ټوله کې دهېواد په کچه امنیت تامین دی، نو له شک پرته دا ټول هغه څه دي چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه سیلانیان را جلبولی شي، بنآ د افغانستان اسلامي امارت د اړوند دولتي ارګانونو ترڅنګ خصوصي پانګه وال باید د هېواد په ګڼ شمیر ولایتونو کې د همت ملا وتړي او په بیلا بیلو برخو کې پانګونې وکړي او په ځانګړي توګه دسیلانیانو د راجلبولو لپاره مناسب اقدامات او لازمې آسانتیاوې را منځته کړي ترڅو دهېواد بیلابیلو ولایتونو ته د کال په مختلفو موسمونو کې د ګڼ شمیر سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو څخه د سیلانیانو دسفر په لړکې دولتي او خصوصي بنسټونو او په ټوله کې هېوادوالو ته هراړخیزې اقتصادي ګټې ورپه برخه شي.
هیره دې نه وي له کومو ځایونو څخه چې بهرني او کورني سیلانیان لیده کاته کوي، له شک پرته چې له اړتیا سره سم ګڼ شمیر هېوادوالوته د اقتصادي ګټو ترڅنګ کاري بوختیاوې هم رامنځته کېږي، لکه د سیلانیانو د تګ راتګ لپاره موټرونو ته اړتیا ده، د خوراک، څښاک او اوسیدو لپاره یې هم د هوټلونو شتون ډیر اړین دی، ددغه چارو تنظیم په خپله هېوادوالو ته دکاري بوختیاوو د رامنتځته کیدلو ترڅنګ د اقتصادي ګټو د ترلاسه کولو زمینه هم
برابروي.

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *