تاریخ او جغرافیه

د نظامي شهید دژوند وروستۍ شېبې

دسپوږمېز کال ۱۴۳۰/۹/۱۵ د روژې میاشت پنځمه اود ۱۳۸۸/۶/۱۴ لمرېزکال ټکنده غرمه ۱۲بجې وې دپشترود ولسوالۍ اړوند دګوشې کلي کې و، دامریکایانو زغره والي شوبلې ښکاره شوې چې دکلي پرخوا رو روانې وي.
مجاهدین هم ورته آماده شول. سخته جګړه ونښته .غرمه وه سخته ګرمي وه، موږ روژې ماتې کړې خو یوه ملګري مولوي نظام الدین نظامي (تقبله الله ) د روژې دماتولو نه ډډه وکړه،چې اوس لاوختي دی. د جګړې دواړو لوریو پریوبل درنې ډزې روانې وساتلې.
غلیم له هرې خوا دمجاهدینو تردرنو ګوزارونو لاندې و، ددښمن مرستې ته ایف ۱۶ بم غورځوونکې اوډرون الوتکې را ورسېدې ،نظامي شهید یوه لوړ بام ته وخوت زه هم ورپسې وختلم، سمدستي یې چېغې کړې امریکایان دي امریکایان ،پلي روان دي دثقیل پرماشه یې ګوته کښېښودله څو کلکې ضربې يې پرې ووهلې.
ماته یې مخ کړ : مولوي صاحب ! هاغه دې ګوره دڅو دانو کارمې وکړ ما ورته وویل : راځه کښته شو دښمن مو ځای کشف کړ، ده په کټ کټ خندل!! په دې کې دغلیم یوه مرمۍ راغله اوپه ټټريې ولګېده . په داسې حال کې چې لا دخندا اثر په خوله کې پاته و، داجل داعي ته يې لبیک ووایه. انالله واناالیه راجعون . وروسته خبر شوو چې دهمدې بام دقتل شوو امریکایانو وینې په ناوه کې بهېدلې اولاندې ځمکې ته څڅېدلې وې.
څرنګه چې جګړه اوږده شوه موږ دکلي نه پرشاتګ وکړ. شهید نظامي مو ترڅو سرایونو راتېر کړ اوپه یوې خونه کې مو کېښود کله چې دښمن له ساحې ووت نو مازدیګر مو دشهید نظامي له سیمې نه رانقل کړ.
مولوي نظام الدین نظامي شهید دفراه ولایت ، فراه رود ولسوالۍ د وریې دکلي اوسيدونکی و زړور او با شهامته مجاهد و چې د ۲۱ کالو په عمر د روژې پر ۱۵ ،کال ۱۴۳۰ سپوږمېز دغرمې دولس بجې د امریکایی ځواکونوسره په مخامخ جګړه کې دشهادت لوړ مقام ته فائز شو.نحسبه کذالک والله حسیبه.
په دې جګړه کې شهید ملا عبدالسلام آخوند د پشترود دشا مبارکې د کلي اوسيدونکی اوډېر نېک انسان و، هم په شهادت
ورسېد.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *