بېلابېلې لیکنېلیکنې

آبکــــزار

مخکې له دې چې ابکزار ته ولاړ شو په چک تم کېږو، همدا د چک کلمه ده چې د اوبو سر په تړاو ترې زیاتې کلمې په لږ یا په ډېر بدلون ترې جوړې شوې دي لکه څاڅکي ، څاه ،څڅوبی، کڅ او نور چې د همدې کلمې معناوې راټولې شوې او سیمې ته یې ښېرازي او سمسورتیا وربښلې ده ، اوس نو همدا څک دی چې د (( څ)) توري په تغیر چک ترې جوړ شوی،چې په پښتو کې بیا څک څاڅکی شوی او د څاڅکي اسم جمع بیا څاڅکي ده.
په فزیکي بڼه د څک ولسوالۍ،چې ډېرې برخې یې پرېمانه اوبه لري یا په بله ژبه څک په څاڅکي او څاڅکي په خوړونو بدل شوی او په پایله کې د لوګر سیند ترې جوړ شوی ، چې د چک د برېښنا د توليد له فابریکې پرته د اوبو د ښه مدیریت په برخه کې په عملي بڼه کومه هڅه شوې نه ده او اوس نو که اوبه ژوند دی،شتمني ده خو فرهنګي ښکلا هم ده ځکه زموږ د سیمو نومونو سره هم د اوبو د نعمت کلمه نغښتل شوې ده،
همداشان دلته نه يوازې چک کلمه د اوبو د څاڅکي په مانا شته،بلکې له دې سره زیات شمېر نومونه لکه سیاب ، باغ بند ، کڅ غر او نور شته،خو موږ دلته یوازې ابکزار تر څېړنې لاندې نیسو، ابکزار د څک ولسوالۍ یو له مشهورو غرنیو سیمو ده چې میرکه،مانجرخېل،سره کلا،کرکت،چینو اونور یې مشهور کلي دي چې د عربانو درې ،جیلګې ولسوالۍ ، سباڅنک او کونجغتو سیمو ته څېرمه پرته سیمه ده.
مخکې تر دې چې نوموړې کلمه وڅېړو هېواد په زیاتو برخو کې د تګاب ، اوبتک او دې ته ورته نورې ډېرې سیمې پردې بڼه نومول شوې،مانا یې یوه راځي هغه ښکته مځکې ته ویل کېږي چې هلته اوبه غونډې وي او شاوخوا واښه هم ولري نو څرنګه چې اوبتک او تکاب یو شان مانا لري د بڼې بدلون یې د ژبو له مخې دی .
اوس نو ابکزار او ګذراب هم دې ته ورته د اوبو لارې مانا لري خو بلخوا د فزیکي مشاهداتو له مخې څنګلورې دره (جیلګه ) چې ولسوالۍ یې هم له اغېزې دا نوم خپل کړی ، جیلګه د سیمې د خلکو په ژبه هغه سیند ته ویل کېږي ؛ چې د کال په ټولو موسمونو کې اوبه ولري، د تجربې پر بنسټ مخکې تر دې چې په یو سیمه کې انساني تصرفات ونه موندل شي د طبیعي بڼې له مخې نومول کېږي،نو په همدې اساس دا دوه څنګ په څنګ درې د اوبو د کچې له ارزونې وروسته نومول شوې دي، هغه چې اوږده ده او پوره اوبه یې د کال پر هر وخت کې لرلې دي جیلګه نومولې ده او هغه چې لنډه ده د کال په ځانګړیو وختونو کې یې پرېمانه اوبه لرلې دي ابکزار یا ګذراب نومول شوې دي.
حمزه پاڅه زلزلې په خیبر راوله
تل ويښ وي تندرونه له برېښنا سره
بلخوا په طبیعت کې د اوبو او هوا یو شمېر عنصرونه د خپل خوځښت له امله په ځانګړو شرایطو کې ځانګړی غږ رامنځ ته کوي د بېلګې په ډول باد چې کله په عادي ځمکه لګېږي یوشان غږ او که په ځنګل لرونکو سیمو کې خوځېږي بل ډول غږ خپلوي اوس نو اوبو بهېدل همدا ډول حالتونه لري که چېرې سیندونه په لومړۍ مرحله (V)کې وې یا په بله ژبه غرنیو درو کې وي غږ او سرعت یې زیات وي نو ځانګړی غږ ( ګړزار) کوي نو دا هم له امکانه لرې نه برېښي چې دا د اوبو ګړزار وي،چې غږ لرونکی اوبلار مانا لري او دا څه په هغه اوبلارو کې رامنځ ته کېږي چې لنډمهاله بهېږي یا په بل عبارت سیلابي اوبه غږ لري،خو په هر حال بیا هم له سیلابه بل څه کېدای نه شي .
بل تعبیر دا هم کېدای شي چې دا اهو ګذر وي ځکه له نن پنځوس کاله مخکې په همدې سیمې په ګاونډ کې د مشرانو له خولې د غرڅنیو پسونو مختلف ډولونه موجود وو او دې ته څېرمه ځای ځایګي نومونه د اوچه یا اهوچه او نراهو په اسمونو شته دي نو له همدې مخې ممکن برېښي،چې دا اهو ګذر یا غرڅنۍ مېنه وي .

وردګ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *