بېلابېلې لیکنېلیکنې

زموږ نوې ګټه!

کله مې چې کور ته تلویزیون راوړ، دا رانه هېر شو چې څنګه کتابونه ولولم.
کله چې کور ته په موټر کې راغلم پیاده تګ رانه هېر شو.
کله مې چې موبایل پیدا کړ دا رانه هېر شو چې څنګه په کاغذ پيغام ولیکم.
کله مې چې کمبيوټر واخیست دا رانه هېر شو چې څنګه کلمې راټولې کړم.
د بانکي سیستم په کارولو د مال ارزښت رانه هېر شو.
د عطر په بویولو د ګلونو بوی رانه هېر شو.
د رسټورانټ د تیارو خوړو په خوړلو د کور د خوړو خوند رانه هېر شو.
د پرله پسې منډو له امله درېدل رانه هېر شول.
او بالاخره کله مې چې واټساپ جوړ کړ نو د خپلوانو او ملګرو لیدل رانه هېر شول.
که موږ مړه شو شتمني مو په بانک کې پاتې کېږي.
په چین کې یو پانګه وال مړ شو، کونډې ته یې ۱.۹ بيلیونه ډالر پاتې شول او د مېړه له موټروان سره یې واده وکړ. موټروان یې وویل: زه به تل په دې باور وم چې د خپل استاذ په خدمت کې لګیا یم خو نن پوه شوم چې استاذ مې زما د خدمت لپاره کار کاوه. یوازینی ارزښت به دې دا وي چې بدن دې روغ او قوي وي خو موږ ډېر څه بېځایه لګوو.
په ډېرو غوره موبایلونو کې ۷۰ سلنه داسې څه دي چې ته یې نه کاروې.
په ډېرو قېمتي موټرو کې ۷۰ سلنه داسې څه دي چې ګټه نه درته کوي.
که یو غټ کور ولرې نو د دې کور ۷۰ سلنه ځایونه ته نه کاروې
به جامو کې دې څه وایې؟! په سلو کې دې ۷۰ سلنه نه دي اغوستې!
ژوند کې چې دې څه ګټلي، ۷۰ سلنه یې نورو ته پاتې کېږي،نو د دې لپاره خو باید دا دېرش سلنه ته خامخا مصرف کړې.
ډاکټر ته ورشه، طبي معاینات وکړه چې بیا له ناروغۍ شکایت ونه کړې.
اوبه ډېرې څښه، دې ته مه ګوره چې تږی یم که نه.
دا زده کړه چې په کومو لارو بدې پېښې هېرې کړې.
هر وخت برابر اوسه، که هر څومره شتمن هم یې.
خپل عقل او جسم هر وخت ازمایه دې ته مه ګوره چې وزګار یې که مشغول.
هغوی خلکو ته ډېر وخت ورکوه چې کار یې تا ته اړین وي.
څه وخت له ځان سره تېروه، شاوخوا هر څه ته ګوره، تاریخ یې دریادوه، لوستل کوه او د الله جل جلاله د هغو نعمتونو شکر باسه چې شمېر یې له وسه پورته دي.

لیکنه: محمدعلي عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *