نړۍ

اسماعیل هنیه: اسراییلو غزه کې هېڅ موخه نه ده ترلاسه کړې

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه تهران ته په خپل سفر کې د دغه هېواد د انقلاب ګوند مذهبي مشر او رهبر علي خامنه یي سره کتلي دي.
نوموړي ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې صهیونست رژیم په غزه کې هېڅ موخې ته نه دي رسېدلي. بل پلو، د ایران مذهبي مشر علي خامنه یي ویلي چې دوی به د فلسطین ننګه کوي او له ملاتړ څخه به یې لاس نه اخلي.
باید وویل شي، چې اشغال شوي فلسطین کې د اسرائیلو او حماس د جګړې له پیل سره سم دا دویم ځل دی، چې د حماس جهادي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه تهران ته سفر کوي او د دغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره لیدنې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *