نړۍ

افغانستان کې د بریتانوي سرتېرو د جرمونو پټولو قضیه کې مو زنداني کوو

بریتانوي چارواکو د دغه هېواد د سرتېرو چارو وزیر جاني مرسر ته لس ورځې وخت ورکړی، ترڅو ټولې هغه دوسیې رڼې کړي، کومو کې چې بریتانوي عسکرو په افغانستان کې ملکي وژنې او نور جنایتونه ترسره کړي وي.
تېره میاشت، یاد وزیر د ۲۰۱۰-۲۰۱۳ کلونو په بر کې د هغو جنایتونو په سپړنه کې بې پروایي کړې وه چې افغانستان کې یې خپلسري وژنې او عملیات ترسره کړي وو. تر دې وړاندې د اسټرالیا سترې محکمې هم د خپلو سرتېرو د جنګي جرمونو د پلټنې خبر ورکړی وو. د ویلو ده چې په تېر شل کلن اشغال کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو پر بې درېغه جنګي جرمونو ککړ دي، خو تراوسه هېڅ هیواد په ښکاره توګه خپل سرتیري نه دي محاکمه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *