افغانستان

بادغیس کې د سرو زرو او نقرې سلګونه تاریخي سکې کشف شوې

شریعت: د بادغیس ولایت په سنګ آتش ولسوالۍ کې د استخباراتو ځواکونو ۳۶ د طلا او نقرې تاریخي سیکې کشف او ترلاسه کړې دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس آخندزاده مطیع الله متقي وايي، چې دغه سکې د سنګ آتش ولسوالۍ په کلوري سیمه کې د استخباراتو ځواکونو له لوري کشف او ترلاسه شوې، چې په کې ۸ د سرو زرو او ۲۸ د نقرې دي، چې پرې د شهادت کلمه هم لیکل شوې ده. متقي وویل، چې د دې قضیې په تړاو ۴ تنه نیول شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *