افغانستان

بغلان کې د سمنټي ستنو تولید له پخوا زیات شوی

د بغلان د سیمنټي ستنو جوړولو کارخونې مسوولین وايي، چې د سیمنټي ستنو تولید د تېر په پرتله زیاته شوی او دوی په دې هڅه کې دي چې نور هم د ستنو تولید پراخ کړي.
د دغه ولایت د برېښنارئیس ملا سردارولي حمزه ، چې تولید یې تر پخوا زیات شوی او دغه کارخونه په عادي ډول په دوه کاري وختونو کې هره ورځ ۲۷ ستنې تولیدوي، چې ۱۳ ستنې یې لس متره او ۱۴ ستنې یې دولس متره دي.
حمزه زیاته کړه، چې د بغلان ستنو جوړولو کارخونه کې تولید کېدونکې ستنې له ښه کیفیت څخه برخمنې دي او دوی په دواړو کاري وختونو کې هڅه کوي څو اته متره، لس متره او دولس متره ستنې تولید کړي چې دا چاره په عادي ډول مخ پر وړاندې روانه ده.
د دې کارخونې فني کارکوونکي وايي چې دوی درې ډوله ستنې تولیدوي او غوښتنه کوي چې د افغانستان اسلامي امارت زاړه شوي ماشینونه ورته نوي کړي څو دوی له دې هم زیاتې ستنې تولید کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *