افغانستانروغتیا

بلخ کې د مور او ماشوم د پاملرنې څانګې پرانیسته وشوه

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د بلخ له والي حاجي محمدیوسف وفا، عامې روغتیا رئیس رحمت الله منصور په ګډون د دې ولایت د حوزوي روغتونو له ټولو چارو څخه د لیدنې ترڅنګ په یاد روغتون کې د مور او ماشوم د پاملرنې څانګه پرانیستله.
په دغو مراسمو کې ډاکټر قلندر عباد د ټولو ډاکټرانو څخه مننه وکړه، چې په هر حالت کې یې د خپل ځورېدلي ملت خدمت کړی دی.
نوموړي زیاته کړه چې په ټول هېواد کې ۱۱ زره فعال بسترونه موجود دي، په داسې حال کې چې د افغانستان نفوس ته په کتو سره په ابتدايي شکل باید ۴۵ زره بسترونه شتون ولري.
نوموړي ټولو ډاکټرانو ته ډاډ ورکړ، چې د تخصصي ډاکټرانو معاشات به ډېر ژر لوړ کړي او زیاته یې کړه، د موجوده امکاناتو په ذریعه د اسلامي امارت په راتګ سره ټول خپل کوښښونه کړي دي.
هغه وویل د روغتیا برخې د معیاري کولو، د ښو خدماتو، مسلکي او تخصصي ډاکټرانو په جلبولو او د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې به د ټولو مشورو او نظرونو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
ورته مهال د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا وویل، چې دا هېواد په تېرو دوو کلونو کې خپلواک شوی، بودیجه، ولس، پروژې، د بنیادي کارونو او پرمختګونو پروژې د خپل هېواد دي او ټولې هغه نقشې پلان کېږي، چې د راتلونکي لپاره د پرمختګ سبب وګرځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *