نړۍ

مرګونی جنایت؛ صهیونست رژیم غزه کې د ملکی وګړو کورونه او مسجد په نښه کړي

د نړیوالو رسنیو د راپورنو له مخې صهیونستي ځواکونو نن سهار د غزې په مرکزي سیمه دیرالبلح کې د ملکي فلسطینیانو کورونه او یو مسجد بمبارد کړی، چې پایله کې یې تر دېرشو زیات فلسطینیان شهیدان شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.غزه کې روغتیایي او مرستندویه ادارو دغه برید په دې وروستیو کې تر ټولو مرګونی بللی او غندنه یې کړې ده.د یادونې وړ ده، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې(فبرورۍ ۴ـ۵)د اسرایلو په بریدونو کې ۱۲۷ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او ګڼشمېر نور ټپیان شوي دي.
دغې ۴ میاشتېنۍ جګړه کې ټولټال ۲۷ زره ۳۶۵ تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي.
باید وویل شي، چې د غزې په بېلابېلو برخو کې پرون ۱۲۲ مې ورځې لپاره هم جګړه روانه ده او اسرایل د امریکا او نورو ملګری هېوادونو په مرسته د ملکي فلسطینیان قتل عام ته دوام
ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *