افغانستاناقتصاد او رغونه

بلخ کې سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

د بلخ په څلورو ولسوالیو کې د USAID/BHA موسسو په مالي ملاتړ د ۲۴۹ زره او ۷۴۳ امریکايي ډالرو په لګښت د څښاک اوبو څلور شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو شبکو د پرانیستلو پرمهال د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس مولوي یارمحمد بشیر وویل، چې دغه شبکې د چمتال ولسوالۍ په پشمه قلعه کلي، د بلخ ولسوالۍ په اصفهان کلي، د دولت آباد ولسوالۍ په شنگل آباد کلي او د چهاربولک ولسوالۍ په خواجه روشنایي کلي کې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
بشیر زیاته کړه، چې په دغو شبکو باندې د ۲۴۹ زره او ۷۴۳ امریکايي ډالرو په لګښت راغلی، چې پرمټ یې د یادو کلیو سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
ورته مهال د دغو کلیو اوسېدونکي د دغو شبکو په جوړېدو خوښ دي او وايي، چې د دغو شبکو په مرسته به یې د څښاک اوبو شته ستونزې حل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *