افغانستان

بنديانو ته د سواد زده کړې لپاره ښوونځی جوړ شو

د ننګرهار د پوهنې ریاست د سواد زده کړې پروګرام اړوند د دغه ولایت په بندخونه کې یو ښوونځی جوړ کړی، چې سږ کال په کې ۴ نوي ټولګي جوړ شوي دي.
د ياد رياست د سواد زده کړې برنامې آمر ابو زاهد او ورسره مل پلاوي د بندخونې رئيس مولوي مقتدا حفيظ الله، د بندخونې د تعليم او تربيې مسوولينو له اړوندو ټولګيو ليدنه وکړه او هلته يې د زده کوونکو او ښوونکو ستونزې واورېدې او د حل ډاډ يې ورکړ.
د دغه بندخونې رییس مولوي مقتدا حفیظ الله دې برخه کې د پوهنې رياست فعاليتونه وستايل او ياده برنامه يې د بنديانو لپاره يو الهي نعمت او په تيارو کې روښانه ډېوه وبلله.
او د سواد زده کړې برنامې اړوند ټولو رسمي چارو کې بشپړه همکاري څرګنده کړه.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په دغو ټولګیو کې ۱۸۰ تنو ته د لیک لوست زده کړې ورکول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *