بهرنیو چارو وزارت: صهیونیستان له خپلو جنایتونو د نړۍ پام پر بله اړوي
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پرون پر اسراییلو د ایران د بریدونو په تړاو په یوه اعلامیه کې ویلي چې صهیونستان هڅه کوي، سیمه کې کړکېچ رامنځته او د نړۍ پام پر بله واړوي.
دغه وزارت لیکي چې صهیونستانو د روان کال د اپرېل پر لومړۍ د ټولو ډيپلوماټیکو نورمونو او نړیوالو قانونو پر خلاف دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وکړ چې په ځواب کې یې تېره شنبه شپه ایران هم مشروع دفاعي برید وکړ.
دغه وزارت لیکي: د تېر کال له اکټوبر راهيسې صهيونيستي رژيم په غزه کې تر دري دېرشو زرو زياتو ملکيانو د نسلوژنې په دوام په سيمه کې د نورو هېوادونو د حريم د نقضولو او د ناامنۍ پراخولو په پاروونکو اقداماتو هڅه کړېچې په غزه کې له خپلو جنايتونو د نړۍ پام په بله واړوي.
افغان حکومت د نړۍ او سیمې پر اغېزمنو هیوادونو غږ کړې چې د صهیونستي رژیم د ظلمونو مخه دې ونیول شي او د کړکېچ د زیاتېدو مخنیوی وکړي.
د یادونې وړ ده چې تهران تازه پر اسراییلو تر ۳۰۰ زیات توغندي توغولي او شاوخوا ۱۰۰ کسان یې زخمیان کړي دي.