افغانستان

ترکي دیپلومات د افغانستان لپاره خپلواک مفتش وټاکل شو

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د ترکیې دیپلومات فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک مفتش په توګه ټاکلی دی. په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سینیرلي اوغلو ټاکل د دغه سازمان د امنیت شورا د ۲۶۷۹ نمبر پرېکړه لیک پر بنسټ تر سره شوی دی. سرچینې زیاته کړې، د ملګرو ملتونو سرمنشي له سینیرلي اوغلو څخه غوښتي چې د افغانستان د وضعیت د خپلواکې ارزونې مشري وکړي او د افغانستان پر وړاندې د شته ننګونو د حل لپاره د یوې همغږې او واحدې تګلارې په اړه وړاندیزونه راوړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *