نړۍ

ترکي پولیس: اختر شپو ورځو کې مو تر زرو زیات کډوال نیولي

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د اختر په ورځو کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۱سوه او ۷۷ تنه ناقانونه کډوال نیول شوي دي. نوموړي ویلي، چې نيول شوي کسان د کډوالو د مديريت ادارې ته سپارل شوي او د اخراج بهیر يې هم پيل شوی دی. که څه هم تر اوسه د دغو کډوالو هویت نه دی په ډاګه شوی، خو په دې وروستیو کې زرګونه افغان کډوال له ترکیې اخراج او افغانستان ته استول شوي دي. ترکيه د بېلابېلو هېوادونو د هغو کډوالو لپاره، چې غواړي اروپا ته ځانونه ورسوي، د سمندر او ځمکې د لارې اصلي تم‌ځای دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *