تاریخ او جغرافیهلیکنې

جهادي خاطرې:د امریکایي یرغل پیل ! ۱۵/۷/۱۳۸۰ لمریز کال

د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د هزار باغ سیمه کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې و، دلته د کندهار د مرکزي جهادي مدرسې طالب العلمان د شهید قاري فیض محمد فیاض رحمه الله په مشرۍ کې مېشت و. همدلته د شمالي ټلوالې د ملیشو سره وخت ناوخت نښتې هم کېدې.
هاغه وخت د خبرونو د اورېدا لپاره یوازې راډیو وه زه د ماشومتوبه د راډیو سره ډېره علاقه لرم او تل جیبي راډیو راسره وي. سهار د لمانځه او وظیفې وروسته مې راډیو کوک کړه تر ټولو لومړی مې پر غوږ د وخت د فرعون(بش) دا اواز ولګېد«زما په قومانده زموږ ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ»
هوکې ! یرغل شروع شو، تر ټولو مخکې امریکايي ځواکونو له سمندره په کروز مېزائلو په ګڼو ولایتونو کې رادارونه او د مدافعې سیستم په نښه کړ. دوی له وړاندې د هېواد د ټولو حساسو اداراتو، پوځي مرکزونو، هوايي ډګرونو او د اسلحو د زیرمتونونو معلومات له مختلفو لارو راغونډ کړي و.
کله چې یرغلګر ډاډه شو چې نور د امارت د هوايي مدافعې تأسیسات له منځه وړل شوي نو په اطمینان یې د الوتکو په مټ درنې بمبارۍ پیل کړې.
د بمبارونو زیات تمرکز د هېواد په شمال ختیځ، شمال او شمالي سیمو کې د جګړې پر لومړیو کرښو وو، تر ټولو زیاته بمباري د بې۵۲ ډوله الوتکو لخوا کېدله چې ډېر لوی او درانه بمونه یې غورځول.
موږ ته یو وخت د پوهنتون استاد په درس کې ویل: امریکا یو ډول طیارې د بې۵۲ ډوله په نوم لري چې کله ټوله نړۍ یوه خوا او امریکا بله خوا وي بیا به نو کار ځنې اخیستل کېږي خو بدبختانه موږ د سر په سترګو وکتل چې ټوله نړۍ یوه خوا او خوار افغانستان په تنهایۍ کې وو… دوی په ډېر قساوت کار ترې واخیست.
د نظامي یرغل د پیل سره جوخت رسنیز او تبلیغاتي ډګر هم تود شو، د بي بي سي سهارنۍ خپرونې اضافه شوي امریکایانو د هوا له لارې هم تبلیغاتي دستګاوې فعاله کړي.
د بې۵۲ ډوله بم غورځوونکو پر اسمان وریځ جوړه کړې وه، بمونه یې دومره درانه او قوي و چې لسګونه کیلو مېټره لیرې په ښارونو کې یې دروازې او دریڅې لړزولې او ماتولې. د بمبار د شدت سره د نظار شورا په غړو کې هم ساه ننوتلې وه، ښه راته یاد دي یو ځل یې د بنګې د پله سیمه کې برید وکړ، دا چې د طالبانو زړونه امریکايي بمباریو خوړین کړي و او هېڅ لاس یې نه ور رسیدی، نو په ډېر شدت یې د دوی تعرض پر شا وتمباوه او ګڼ شمېر جسدونه یې د جګړې پر ډګر پاته شول. بمبارونه اضافه کېدل او وضعیت ورځ تر بلې د خرابۍ خواته روان و.
یوه شپه درې بجې یو مجاهد غږ وکړ، چې قاري صاحب هدایت کړی چې ټول مجاهدین کښېنئ، اودس وکړئ او الله تعالی ته د دعا لاسونه لپه کړئ چې د مجاهدینو نه دا کړاوونه پورته شي. د مشرانو له خوا امر وشو چې تخار پرېږدئ او کندوز ته پر شاتګ وکړئ موږ هم کندوز ته راغلو او بیا راته وویل شول چې د خان آباد ولسوالۍ د ده ویران سیمې کمربند ته ولاړ شو چېرې چې مسئول حاجي علاوالدین اغا و.
دلته هم ورځ تر بلې بمبارۍ اضافه کېدلې. یوه ورځ ډېره سخته بمباري وشوه چې یوه ډله مجاهدین تر خاورو لاندې شول او د ډېر کوښښ با وجود ملګري ونه توانیدل چې له خاورو یې راوباسي او هماغه ځای یې هدیره شوه.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *