بېلابېلې لیکنېلیکنې

خاوند ته د مېرمنې نېکه مشوره

حسن بصري رح وايي: په مکه معظمه کې د جامو له یو پلورونکي سره مخ شوم، تر څو يوه جامه ترې واخلم، سړي د خپل مال په ستاینه او قسمونو پیل وکړ، ما هم ترې څه اخیستل مناسب ونه ګڼل او له بل چا مې سودا وکړه.
دوه کاله وروسته له همغه سړي سره مخ شوم چې پرته له قسمونو او ستاينو خپل مال په خلکو پلوري، ما ترې وپوښتل: ته هماغه سړی نه يې….؟! څنګه دغه حالت ته راغلې چې قسمونه نه اخلې؟ ده راته وويل: هغه مهال مې يوه مېرمن درلوده، که به مې لږ مال ور ووړ؛ په نه سترګه يې ورته کاته، که به ډېر و؛ کم يې ګاڼه. الله تعالی رحمت راباندې وکړ، هغه لاړه مړه شوه، اوس چې کومه مېرمن لرم؛ سهار چې له کوره بازار ته راوزم؛ تر ګرېوان مي ونیسي او راته ووايي: ای فلانیه! له الله تعالی وډار شه! په موږ مه خوره، مګر حلال رزق، که لږ راوړې؛ قناعت کوو او که يې رانه وړې، تا سره د اوبدلو په لاسي کار مرسته کوو! [المجالسة وجواهر العلم – لأبي بكر القاضي الدينوري] په نکاح کولو کې يوازې رنګ او فرهنګ مد نظر مه ګرځوئ، بلکې د ښځې ديانت ته هم پاملرنه کوئ؛ ځکه نېکه مېرمن کولای شي، له تاسو سره په دیني امورو کې مرسته وکړي او ستاسو د ژوند په ښېرازه کولو کې پوره رول ولوبوي.

حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *