بېلابېلې لیکنېلیکنې

د مرغانو خبرې او د پاچا توبه!

یو پاچا و، که به یې رحم کاو، نو ترې به د ځمکې پر سر بل ښه رحم کوونکی نه و، که به یې ظلم کاو، بیا ترې بل غټ ظالم نه و؛ خو په ډېرو کې بیا د عادل پاچا په نوم یادېده، د عادل او انصاف نوم یې خپل کړی و.
يوه ورځ ښکار پسې تللی و، د يوې خرابې ويرانۍ سره یې دوه مرغان وليدل چې يو بل ته چغېدل. نو پاچا خپل وزير ته وکتل او ورته يې وويل: چې تا خو راته ويلي وو چې زه د مرغانو په ژبه پوهېږم؟ نو راته ووايه چې دا دوه مرغان ولې يو بل ته چغېږي، تر منځ یې څه دي چې دومره شور یې جوړ کړی دی؟
وزير یې ځواب ور کړ: هو صیب! بالکل زه یې په ژبه پوهېږم.
نو پاچا ورته وويل: چې داسې ده، نو راته ووايه چې دوی دواړو په منځ کې په څه شور دی او يو بل ته څه وايي؟
وزير چې مرغانو ته وکتل، نو پاچا ته یې وویل: زه ښه پوهېږم چې هغوی يو بل ته څه وايي؛ خو د‌ ويلو جرئت یې نه لرم چې درته یې ووايم.
پاچا ورته وويل: ولې؟
وزير وويل: صاحبه! هغوی ستا په باره کې غږېږي او در باندې نيوکې کوي، نو ځکه یې د ژباړلو جرئت نه لرم، ممکن راباندې په غوسه شې.
پاچا ورته وويل: بېغمه اوسه درباندې نه غوسه کېږم، راته ووايه چې په خپلو کې یو بل ته څه وايي؟
وزير ورته وويل: چې داسې ده، نو واوره! چې دوی يو بل ته څه وايي؟
د دغو دوو مرغانو تر منځ بحث پر دې دی چې يو مرغه، دې بل مرغه ته مرکه کړې او لور یې خپل زوی ته غواړي،خو د مادې (ښځينه) پلار ورته وايي چې ماته به په ولور کې سل خرابۍ ( وېرانۍ يا کنډوالې) راکوې.
د نارينه پلار ورته وايي چې ستا لپاره سل وېرانۍ د کومه کړم؟
د مادې پلار ورته وايي چې د پاچا د سر دعا وکړه، تر څو هغه ډېر خلک ووژني او کورونه یې خراب کړي، نو ته له موقع څخه په ګټې اخيستنې هغه ويرانۍ بيا ماته په ولور کې راکړه!.
ولې د نارينه پلار ورته وايي: چې پاچا به کله کورونه وران کړي؟ او تر کومه به د پاچا دې کار ته په تمه اوسم؟
د مادې پلار ورته وايي: پاچا به ډېر ژر دا کار وکړي، ځکه د هغه کله دومره طاقت کېږي چې د خلکو کورونه دې وران نه کړي او په کنډوالو یې بدل نه کړي؟
نو ته خو ډېر ښه پوهېږې چې وراني او تباهي د هغه دنده ګرځېدلې ، نو هغه به ډېر ژر دا کار وکړي، لږ ورته صبر لره.
نو لوی ټولواکه! دا د دوو مرغانو تر منځ بحث و او د خبرو عمده او اساسي ژباړه یې همدا ټکي وو، هيله ده چې پرې خفه شوی نه اوسې او غوسه هم پرې نه وي درغلې.
د وزير د خبرو سره پاچا سر ښکته کړی و او له سترګو یې د اوښکو باران څڅېده. نو پاچا د ځان سره عزم وکړ او وې ويل چې نور به د خلکو کورونه نه ورانوم، د انسانانو وينې به نه تويوم. دا هغه شېبې وې چې پاچا د دوو مرغانو له بحث او خبرو اغېزمن شو او د تل لپاره یې د وينې تويولو څخه ډډه وکړه او ځان یې اصلاح کړ.
عبرت!
د پاچا يا ټولواک سلاکاران تل منفي او مثبت رول لوبولی شي، نو تل پاچا ته د منفي خبرو پر ځای مثبتې خبرې وکړي، ځکه ښه مشوره د ډېرو خلکو د اصلاح سبب کېدلی شي.
ممکن وزير به د مرغانو په خبره پوهېده يا نه؛ خو پاچا ته یې هغه څه وويل چې پرې
اصلاح شو.

محمد عمر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *